تاند:(دوشنبه، د قوس څوارلسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ځانګړو ځواکونو يې د تيرې جمعې په ورځ کابل د پاکستان پر سفارت برید کوونکی کس نيولی.
مجاهد زياتوي:«دا کس د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.»
د مجاهد د معلوماتو له مخې ،په څېړنو کې جوته شوې چې دا بريد د داعشيانو او د طالبانو د وسله والو مخالفانو له لوري په ګډه تنظیم شوی و.
له مخالفو وسله والو ډلو څخه طالبانو خپل هدف نه دی روښانه کړی، خو ويلي یې دي چې د بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ رامنځته کول وو.
د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې د بېلابېلو وسله والو مخالفو ډلو د موجودیت او فعاليت ادعاوې کیږي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نوم یوه ډله یې له تر ټولو مهمو هغو ګڼل کېږي.
د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.
داعش ډلې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی و.
په ياد شوي برید کې د پاکستان د سفارت يو امنيتي ساتونکی ټپي شوی و.
له دغه برید سره هم مهاله، په کابل کې د حزب اسلامي حکمتيار پر جومات هم برید شوی و، چې د حکمتيار د ساتونکو مشر او یو ساتونکی پکې وژل شوي وو او دوه نور کسان ېې ټپيان وو.
د حکمتيار پر استوګنځي د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
حتما کوم پاکستانی دی او له ای اس ای څخه یې امر اخیستی دی. کنه اوس به یې معلومات له ټولې نړۍ ته معلوم وای.