Homeخبرونهافغانستان ته ۴۰ میلیون ډالري مرسته راورسیده

افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالري مرسته راورسیده

تاند (دوشنبه، د قوس ۱۴مه) د افغانستان بانک وايي چې نن (دوشنبه) ۴۰ میلیون ډالره نورې پیسې کابل ته ورسیدې.

په وروستیو کې هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ منیلیون ډالره د بشري مرستې په توګه رارسیږي. تېر کال دا اندازه د اوونۍ شل میلیون ډالره وه.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، دا پیسې هم د مخکنیو هغو په شان د افغانستان یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دغه خصوصي بانک نوم نه دی یاد شوی.

د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هم کابل ته ۴۰ میلیون ډالره رسیدلې وو چې ورسره د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسیده.

دا پیسې له هغو جلا دي چې له افغانستانه دباندې زېرمه یا کنګل شوي دي.

د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره په امریکايي او اروپايي بانکونو کې سانل کېږي.  امریکا د دغو پیسو شاوخوا ۳ میلیارده سویس ته انتقال کړې چې د افغانستان پهنوم په یوه ځانګړي حساب کې وساتل شي.

افغان خصوصي بانکونو ته د امانتونو سپارل زيات شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...