پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeټولنیزپر بدن د اندېښنې اغېزې

پر بدن د اندېښنې اغېزې

اندېښنه د احساساتو تجربه ده چې د انسان د ورځني ژوند يوه برخه جوړوي او هر څوک هغه په خپل ژوند کې يو ځل یا ممکن ډېر ځلي ازمايي.

اندېښنه د يوه سيستم په حيث سړي ته خبردارى ورکوي، چې د خطر پر وړاندې ورسره مرسته وکړي يا له خطر سره مقابله وکړي او يا له خطر څخه تېښته غوره کړي.

په هر صورت هر کله چې اندېښنه د انسان د ژوند يوه برخه جوړه شي، نو په هېڅ صورت دا عادې نښه نه شو قبلولى.

البته اندېښنه د يوې محدودې ناروغۍ په حيث په هغو موقعیتونو کې چې هلته واقعاً خطر وي او ټول وګړي له هغې څخه اندېښنه لري نه پاتې کېږي.

په داسې حال کې چې اندېښنه په بدن کې د کيمياوي بدلونونو او عکس‌العملونو سبب کېږي، نه يوازې سړى د اندېښنې احساس پيدا کوي، بلکې بدنې نښې او نور له هغې سره ملګري وي.

د اندېښنې شدت دومره زيات وي چې کس خپل ورځیني کارونه شي ترسره کولی.

د انديښنې علتونه څه شى دي؟

1- د ژوند ستونزمن موقعیتونه

هغه تهديدات چې د وجود په داخل کې د کشمکش سبب کېږي

2- د کس شخصيت

د يوه کس شخصيت هم اندېښنې په رامنځته کولو کې نقش لري، ځکه ځينې خلک په ارثي ډول د اندېښنې پر وړاندې ډېر حساسيت څرګندوي او ډېر ژر د خطرناکو شيانو پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي.

3- د ماشومتوب د وخت تجربې

هغه خلک چې د ماشومتوب په وخت کې يې مصئون (ارام) وخت تېر کړى وي او د مور او پلار د مينې او شفقت څخه برخمن شوى وي له اندېښنې څخه لږ ځورېږي.

مګر هغه ماشومان چې له مور او پلار څخه په کوچني عمر کې بېل شوي وي وروسته ډېر په اندېښنې اخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب