شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهایران کې د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه کيږي

ایران کې د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه کيږي

تاند:(جمعه، د قوس يوولسمه) ‏‏‏ټاکل شوې، چې د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د دغه هېواد، پاکستان، طالب چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر منځ ګډه غونډه جوړه شي.

د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي، چې ياده غونډه به ژر په تهران کې ترسره او د طالبانو چارواکي هم پکې ګډون وکړي.

سرچېنې د غونډې د دقیق وخت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

طالب چارواکو دا هم ویلي، چې د دوی له بيا واکمنيدو سره ۱،۲ ميليونه افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.

دوی دغه راز په کور دننه خپلو سیمو ته د شاوخوا يو ميليون داخلي بې ځايه شويو د بیرته ستنیدو خبر ورکړی.

دا په داسې حال ده، چې په وروستيو کې له ایران، پاکستان، ترکېې او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زياتي راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب