یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د فوټو ژورنالېزم اخلاق | عبدالرحمن درمان

د فوټو ژورنالېزم اخلاق | عبدالرحمن درمان

اخلاق په هر مسلک کې شته ځینې عادي وي اوځیني مسلکي اخلاق، د بیلګې په توګه یو ډاکټر ته یو ناروغ راځي چې د سرطان مرض لري ډاکتر ورته سمدلاسه وایی چې ته سرطان یی، او دا خبره هم حقیقت لري، ډاکټر ښه پوه دي اما دا کار یی اخلاقې نه دي ځکه کیدای شی مریض د یوې میاشتې په موده کې د سرطان د مرض له ویري مړ شی.

پورتنی مثال مې ځکه ذکر کړو چې هر یو مسلک بغیر د قانون څخه اخلاق هم لري چې یو له دې مسلک څخه فوټوژورنالېزم دی، کله چې د اخلاقو خبره راځي نو فوټوژورنالېزم بیا د عکاس وجدان قاضي کوي چې څه شې ورته سم او څه شي ورته ناسم ښکاري، فوټوژورنالسټ نه یوازي دا چې حقوق لري ترڅو د دولت لخوا رعایت شي بلکې یو شمېر مسؤلیتونه هم لري چې باید د خپلو خلکو او ټولني په وړاندي مسؤل وي.

یو عکاس له یو ښوونځي څخه عکاسي کوي اما د عکاسۍ په وخت کې عکاس پام بلې خبري ته اوړي، عکاس ګوري چې درې ذده کوونکي یو کس ته پیسې ورکوي او د پیسو په مقابل کې ورته مخدره مواد ورکوي، ایا عکاس د یو هیودوال په څیر د دې معاملي مخه ونیسي او دا موضوع د ښوونځي د مدیر سره شریک کړي او هغې ته مجرم کس په نښه کړي؟او یا هم د دې پیښې څخه عکس واخلي او هغه نشر کړي؟

دا یو ه د هغو پوښتنو څخه ده چې یو عکاس ورسره هره ورځ په بیلابیلو شکلونو مخامخ کیږي اما مسلکي عکاس ته یی حل لاره معلومه ده، ځکه د خبري عکس هدف د پیښو څخه عکس اخیستنه ده او نور هیڅ هم، ځینې فوټوژورنالستان بیا دا نه مني او د خپلي خبري د ثبوت لپاره د کوین کارتر قضیه څخه یادونه کوي، (ښکاري مارغه او وږي نجلۍ) تصویر چې په ۱۹۹۳ کې کوین کارتر اخیستي وه، په دې تصویر کې یو ښکاري مارغه  او یو ډنګر سوډاني ماشوم چې په ځمکه لویدلي ښکاري، کوین کارتر د دې پیښې څخه عکس اخلي اما ماشوم ژوندې نه پاتې کیږي او مارغه دغه جینۍ خوري، کوین کارتر ته معتبري جایزی ورکول کیږي اما هغه د وجدان په عذاب اخته وي او دا فکر کوي چې ما د هغې وړوکي سوډانۍ جینۍ سره کمک کولې شو او د هغې ژوند مې ژغورلې شو اما ما عکس واخیست، څه موده ورسته کوین کارتر د خپل وجدان د ملامتیا له امله ځان وژنه کوي.

د فوټوژورنالېزم اخلاق د دې خبري څخه مستثناء دي ځکه فوټوژورنالسټ دا مسؤلیت نه لري چې په سوژه باندي څه تیریږي هغه یوه ساده او مشخص هدف لري : پیغام رسونه، دپیښوثبتونه په هغه ډول څنګه چې وي.

دفوټوژورنالېزم نړیوال اخلاق

د عکاسانو نړیوالي شورا لخوا ( NPPA)ځینې اخلاقي اصول ټاکلي او هغه کسانو لپاره چې فوټوژورنالېزم  ته دیو مسلک غوندې ژمن وي، د دې اصولو مراعات کول ورباندې لازمې دي :

۱:  د موضوعاتو او پیښو د ثبت کولو پرمهال دقت وکړي، او هیڅکه هم دخپلې سلیقې مطابق عمل ونه کړي.

۲: هیڅکله هم باید د سوژه فرصتونه ستاسې عکاسۍ کې تصرف ونه کړي، یعنې دا چې څوک تا ته ووایه زه دا کار کوم او د کار کولو پرمهال زما څخه عکس واخله.

۳ : موضوع کامل او دقیق ثبت کړي، شخصیت سازی،طرف نیونه او دکلیشه سازی څخه پرهیز وکړي.

۴: دعکاسۍ پرمهال عمدا توګه په موضوع کې دخالت مه کوي، که کومه سوژه مو نه خوښښیږي دهغې څخه عکاسي مه کوي.

۵ : دعکس دایډیټ پرمهال تصویر باید خپل تمامیت حفظ کړي، که چېرته یو عکس کراپ کیږي نو دا پوښتنه دځانه وکړي چې ایا دا کراپ په ټول عکس اثر غورځوي؟

۶: داطلاعاتو د ورکړي له امله منبع ته پیسې مه ورکوي.

۷: هغه خلک چې ستاسو په کار تاثیر اچوي دهغوې څخه دحق الزحمه په نوم یا هم دتحفې په نوم څه شې مه اخلي.

۸: دبل خبری عکاس کار په قصدي توګه مه خرابوي.

۹: دپيښې قربانیانو سره همدردي وکړي، او د ارزښتناکې لحظې څخه یی عکس واخلي.

۱۰:  دایډیت پرمهال باید ټول عکس ته صدمه ونه رسیږي، دعکس سندیت مه تغیروي.

خبري عکاس باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي

۱ـ تلاش وکړي او د دې خبري اطمینان حاصل کړي چې عموم کار وشي او دخبریالانو دلاسرسی دټولو حقوقو څخه دفاع وکړي.

۲ـ دارواپوه،ټولنپوه،سیاست او دهنر  دیو ذدکړیال په شان فکر وکړي.

۳ـ دمتنوع نظرونو په لټه کې شي او کوشش وکړي چې غیري رایج او نالیدل شوي خلکو ته وښایاست.

۴ـ سیاسي دخالت، مدني او تجارتي دخالت او دهغو ټولو کارونوڅخه چې ستاسي دخبریالۍ استقلال خطر کې اچوي او یا ښکاري ډډه ترې وکړي.

۵- دموضوع پر وړاندې عاجزانه رفتار وکړي.

۶ـ دعکاسی یکپارچګۍ ته احترام وکړي.

۷ـ کوشش وکړی تر حو پورتنې اصول مراعات کړي، اما که چېرته په کوم ځای کې مشخص عملکرد نه وه نو دنورو خبري عکاسانو څخه چې دا اصول مراعاتوي مشوره وکړي.

ماخذونه

۱: فوټوژورنالېزم (نظري وعلمي )،درسی چیپټر، پوهنیار انصارالله عمري، ۱۳۹۹

۲: http://nppa.org/code-ethics

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب