ملایک اڅکزی
د قدرت لخوا زما په سوچ او وجدان کي داسي هښمي راغلې چي هميشه مې فکر کاوه چي زموږ پر وطن د فرنګي استعماري قبضه او غلامي د پښتنو د بربادي او ستړي ورځي لامل دي. دغه په داسي حالاتو کي زما نظريه وګرځيده چي نه مي څه لوستي او نه د چا د سياسي مفکورې تر اثر لاندې راغلی وم، يواځي د قدرت شان او روحاني تړون وو.
کيداي شي چي د ټولنې داسي راپرزيدلي حال او د غلامي ژوند دغه فکر د قدرت لخوا راته جوړ کړي وي او زما د ژوند مقصد، مورام، مفکوره او نظريه ګرځي.
نو ځکه مي د امن په لار خپل ټول زيار کښل او خپل منزل ته رسيدل، د فرنګي نوکري مي لومړي هم ځکه پر ځان حرامه کړې وه نو دغه د اوله زما اراده او د فکر لار وه.
د نړۍ هره فلسفه او سياسي فکر او مفکوره هم داسي د نړۍ د ژوندو خلګو د ضرورت په مانا د زمان او مکان په ترڅ کې ټوکيدلې او خوره سوې ده.
انسان چي کله هم په ټولنه کي سترګي وسپړي نو هغه د ژوند ولارو ته ځير سي، د نړۍ هر فلسفي ځان ته سوالونه او د هغه ځوابونه لټولي او دا راز يې د ژوند لارې چارې ټاکلي چې دغه ځوابونه ومومي.
خان شهيد چي کله نړۍ ته سترګي سپړي وطن يې د فرنګي د تور تم په واک او اختيار کي دی قام او اولس يې د بدحالي او غلامي ورځي شپې تيروي.
دغه د افغانستان څخه د فرنګي په زور د ګندمک تر تپل سوي لوزنامې لاندي مستعمره خاوره چي يې د بريټش افغانستان پر ځای ورته برټش بلوچستان نومولی او اوسني خيبر پښتونخوا (اين ډبليو ايف پي)، منځني پښتونخوا (فاټا) په بيلابيلو برخو کي ويشل سوي او تر استعماري قبضې لاندي د غلامي ژوند کوي.
ټولنه دومره پر شا چي د نيکونو د آزادۍ قصې تري پاتي او په ناورينونو کي ژوند دي، وسايل يې لوټل کيږي او د ازاد وطن پر خاوره يې دوه انګريز افغان جنګونه سوي او دريم به کيږي، او درې واړه افغانانو ګټلي او فرنګي په تيښته ځيني تلللي.
نو په غلامو وطنونو کي ځکه د فطرت قوانين بيا هميشه داسي سر پيدا کوي چي ځان يې د قام و خلاصون ته سپاري، د ملت مينه ورته سا جوړيږي او هر تکليف پر ځان تيرولو ته مسکا کوي ځکه د کل رڼ سباوون ته د رسيدو په خاطر ځان منصوروي او پر دار هم آزان د حق کوي.
دغه سي کس په صديو کي يو پيدا کيږي او په ماشومتوب هم د نورو ماشومانو څخه جدا سوچ کوي او جدا فيصلې کوي. په ماشومتوب يې هم روح دومره پاک او ذهن دومره پراخ چي د ذات په مانا د ورور او تربره په جګړه کي هم ځان نه شريکوي چي ذهن کي يې يواځي ملي خپلواکۍ او د فرنګي څخه آزادۍ ده نو دغه کار لپاره پر امن منطقي او مدلله نظريه خپله ټاکي او بيله څه بله سوچه پري روان اوسي.
نو ځکه د پښتني افغان کلتور مرکز جومات د خپل ملي سياسي فکر خورولو لپاره ټاکي او د خداي سپين کلام د جمي د لمانځه پس په پښتو و خپلو کليوالو ته وړاندي کوي، چي پکي ملي احساس او ژوند پيدا کي.
فرنګي د اسلام په اصولو سمبال د خان شهيد د افغان ملتپالني او ازادي پر اصولو ولاړ دغه تقرير تکاني کوي او ورته د سختو نتيجو دهړکه ورکوي، خو چي سوال د قام وي نو بيا سختو نتيجو ته خان شهيد غاړه ورکوي او يواځي ورته وايي چي هغه حقوق د خپل اولس لپاره غواړم چي په نور هندوستان کي سته لکه ووټ، ټاکني او په فيصله ساز ادارو کي د اولس په ووټ ټاکلي نمايندګي، فرنګي بيا ورته وايي چي نه موږ د نړيوال جنګ په فضا کي دغه څه سياست چي ته کوې ځان ته خطر ګڼو، نو دغه لار پريږده، خو خان شهيد يې په مسکا رخصتوي.
خان شهيد د فرنګي تور اصولونه چي غلامي ته يې دوام ورکاوه او ده ته قيد او بند، نو ددغه تور چلند څخه دغه ستر ذهن د خپل وجود پر رڼا نور هم باوري کيږي او خپل مورام او ملي سياست، شناخت، ژبه، کلتور، تاريخ او ټولنه نور هم په زړه پوري نښلوي او دردونه او کړاوونه په ورين تندي قبولوي او د قام د خلاصون لار نوره هم ورته نيژدې ښکاره کيږي.
په اولس کي تقرير او تحرير کوي او په زندان کي د خلګو روحيې او ذهنونو باندي د فکر په ټالونو کي ټال وي. چي د اوسني جديد ټولنيز ساينس لوستونکو لپاره دده ژوندليک يو ستره اثاثه ځکه ده چي هغه په يو وخت کي قانون، جرم، مينه، روحانيت، سايکالوجي، سياست، ميډيا، معاشيات، فلسفه، ټولنه، جدليات، ادب او نثر لنډه دا چي هر څه باندي خپل يو داسي ساينسي او فلسفيانه نظر وړاندي کوي چي اوس هم ټولنه په هغه انداز څيړل ډير زيات ګران ښکاري، خو د ملت او وطن مينه هغه ستر ذهنونه روښانه کوي او جوړوي چي بيا د نړي د اولسونو د خلاصون لپاره دارو ګرځي.
خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د هند د تقسيم پس د پاکستان د لاهور و عدالت ته خپله نظريه يو وار بيا داسي تقراروي چي د دغه نوي رياست بنسټ ايښودونکي قرارداد چي د ۲۳م مارچ ۱۹۴۰ تاريخي قرارداد دي او د هغه په رڼا کي و قاضي ته په ګوته کوي چي قامونه بيا ولي نه خپلواک کيږي او ددوي پر حقونو بيا ولي د فرنګي ددورې پابندي لګيږي؟
ځکه دغه قرارداد د قامونو د خپلواک حيثيت غوښتنه د پاکستان له مخي په داسي انداز کړيوه چي که په هندوستان کي مسليم ليګ ته دغه حقونه ور نه کړل سي نو دوي به بيل دولت جوړوي، ووس چي دولت جوړ دي نو دغه قرارداد څه سو، او ولي له پامه غورځولکيږي؟
دغه عدالتي بيان يوازې د پښتنو د وطن او وګړو نه بلکه د پاکستان يو حقيقي سياسي جمهوري فيډريشن جوړولو تر ټولو اولني مقدمه ده چي نن د ملک ټول سياسي جمهوري قوتونو په عمل او بيانيه کي خپل کړي دي.
خان شهيد د خپل ژوند ۳۳ کاله چي دده د ټول ژوند ۵۰ فيصده برخه د اول د فرنګي تور استعماري او وروسته بيا د پاکستان د فوجي مارشل لاګانو په دورو کي په زندان او نظربنديو کي تير کړ. خو دا هرڅه يې حوصله نوره ورته لوړوله ځکه هغه د پروردګار ذات ستر باله نور قوتونه يې ټول بدليدونکی بلل. د خدای په سپين کلام، افغان ملتپالنه، پښتني او اسلامي علومو دومره منور چي د غره په شان لوړه حوصله او کلک باوري وو او د هم دغه لاري يې د اولس روزنه په فطري، ساينسي، سياسي فکرونو له لاري داسي کوله چي د انګريزي ټکي سټيتسمين ددغه ملت لپاره به کله هم پيدا سوي او يا پيدا کيږي؟
د زيارت د بابو صاحب د خولې دلته په ازاد او محکوم افغان وطن کي د پروژيي سوشلزم په تپل سوې دوره کي چي کله داوود د ظاهر شاه باچهي ړنګوي خان شهيد سخت تکاني کوي ځکه هغه د افغان ملتپالني د ارتقايي سفر په مقابل کي تپل سوي سياسي دودونه د افغانستان د اوږدې تباهي او بربادي لامل ګڼل. که څه هم ددغه ستر مفکر او رهبر وژن ته د سوشلزم نوي درس ويونکو په مشکوک ډول کتل خو د افغان دغه ۵۰ کلني بربادي هر څه زموږ په مخ کي واضح کړو. چي د کيپيټلزم او سوشلزم په جنګ کي موږ يوازې د افغانستان بربادي، ورور وژنه، فکري تقسيم، د ملت توري تياري وليدې نه مو يو لور او نه بل لور زموږ د غمه مړه سو، يوازي موږ پاته يو چي دردونه او تور تمونه ګالو.
نن يو واري بيا موږ د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی تلين په داسي حال کي لمانځو چي د خان شهيد آيډيالوجي چي اثاث يې افغان کلتور او د اسلام د ميني او ورورولي پر بنسټ ولاړ سپيڅلي دين، افغان ټولنه، د خاوري استقلال، يووالي، برداشت او د بهرني قوتونو و پروژيي جنګونو او د همسایه ګانو و مداخلې ته د پای ټکي ايښودلو تر هر وخت زيات ضرورت او يواځيني لار ده.
د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د ملي مفکورې ستره او ژوندي بڼه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چیئرمین محترم مشر محمودخان اڅکزي په رهبري کي پر قام اوچت او واضح ږغ او بيانيه ده چي د افغانستان استقلال ساتل، هلته لويه جرګه کول، نور په افغانستان کي د توپک له لاري واک نيول د اثاثي قانون له لاري د هميشه لپاره بندول، نړيوال د پروژيي جنګونو تاوانونو راوړلو ته اړول، د سيميز او جهاني بدمعاشي او جنګ ميدان افغانستان ګرځولو ته د پای ټکي ايښودلو، په پاکستان کي پښتانه د يو سيال او برابر قام په څير پيژندل، ملک د يو حقيقي سياسي جمهوري فيډريشن جوړولو، په سياست کي د فوج مداخله بندولو او قامونو ته پر وسائلو واک اختيار، ازاده خارجه او داخله پاليسيو، پارلمان د طاقت سرچينه ګرځول او د آئين سرغړونه نه کولو هڅي دي، چي نن هم دغه بيانيه د پښتنو او نورو محکمو قامونو د خلاصون، امن، ورورولي او ترقي هغه ستره لار ده چي زموږ بقا، د افغانستان، سيمي او نړۍ امن ورسره تړلي دي.