چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپوتین ته د ط-انو غبرګون؛ټول شموله حکومت جوړول زموږ کورنۍ موضوع ده

پوتین ته د ط-انو غبرګون؛ټول شموله حکومت جوړول زموږ کورنۍ موضوع ده

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏د طالبانو حاکمې ادارې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول ېې یو مهم لومړيتوب ګڼلی و.

پوتین د ټولیز امنيت تړون په وروستۍ غونډه کې له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د خطرونو له یادولو سره د دغو خطرونو پر وړاندې د ګډو عملياتو پر اړتيا هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د حاکمې ادارې مرستيال وياند بلال کریمي د نوموړي په غبرګون کې ویلي، چې د ټول ګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ موضوع ده.

د هغه په وينا، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید دوی سره له دیپلوماتیکو لارو خپل مسایل تعقيب او د ستونزو د حل لپاره مسوولانه ګامونه واخلي.

په وروستيو کې نورو سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو هم په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړیدو ټینګار کړی، خو طالبانو پوتین ته تر ټولو سخت ځواب ورکړی.

شنونکي باور لري، چې د روسیې په مشرۍ د طالبانو يو شمېر مهمو سیمه ییزو ملاتړو له امریکا سره د طالبانو په وروستيو تعاملاتو شکمن دي او له همدې کبله یې په اړیکو کې بدلون ليدل کيږي.

روسيې څو اونۍ مخکې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو یوه مهمه ناسته هم تر سره او د تېرو څو ناستو برعکس د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه ورنه کړه.

د روسیې، هند او ايران په اړه ویل کیږي، چې طالبانو نه د احتمالي نهيلۍ او د ګټو د نه تامین په صورت کې ېې د دوی پر ځینو مخالفو ډلو هم د وار د مخه پانګونې چمتوالی نیولی.

تېره اونۍ ځینو رسنیو مسکو ته د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې د مشر احمد مسعود د پټ سفر خبر ورکړی و، چې رسمي سرچينو او طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب