یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د افغان ښځو او بشري حقونو تامين بايد اوسنۍ ادارې...

اروپايي ټولنه: د افغان ښځو او بشري حقونو تامين بايد اوسنۍ ادارې سره د تعامل اصل وي

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ‏ د جنسيتي تبعيض پرضد د مبارزې د نړيوالې ورځې مناسبت پرون اروپايي پارلمان د افغان ښځينه وو او بشري حقونو د تامين لپاره يوه اعلاميه صادره کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي، کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د جنسيتي تبعيض پر وړاندې د مبارزې ټولې لارې تړل شوي دي.

اروپايي پارلمان له طالبانو غوښتي، چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځيو دروازې بیرته پرانیزي او هغه هم په عمومي فضا کې د ښځو خلاف نور لګولي بندیزونه بیرته واخلي.

اروپايي پارلمان دا غوښتنې په داسې حال کې کړي، چې پرون د جنسيتي تبعيض پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادرسونو د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اعتراض وکړ.

د ملګرو ملتونو په اړوند پیغام کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ پر مخ تر ټولو ډېر جبر او له حقونو څخه محرومیت سره مخامخ دي.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو تړلي ساتلو ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام په نړیواله کچه بې ساری او د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نقض دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب