جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد امريکا شارژدافیره د افغان کډوالو د وضعيت ارزولو لپاره پاکستان ته...

د امريکا شارژدافیره د افغان کډوالو د وضعيت ارزولو لپاره پاکستان ته تللې

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ ‏‏د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیره مېرمن کرن دیکر پاکستان ته د خپل سفر خبر ورکړی.

نوموړې په يوه ټویټ کې د دغه سفر هدف په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او وضعیت ارزول ښودلي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانانو د وضعیت په اړه هغو خلکو او ډلو سره وویني، چې د افغانانو او افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

امریکايي دیپلوماتې له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او افغان کډوالو د ستونزو په اړه ورسره د خبرو کومه يادونه نه ده کړې.

له پاکستان څخه راپورونه وايي، چې يوازې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په سند ایالت کې تر ديارلسو سوو افغان کډوال، چې يو شمېر ېې دغه هېواد ته د سفر او استوګنې قانوني اسناد هم لري، پوليسو نیولي او بندیان کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه موضوع روانه اونۍ رسنیزه او له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو د افغان کډوالو د حقونو د دفاع غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین بيا افغانانو سره د پاکستان د ناوړه چلند خلاف د راتلونکې جمعې په ورځ د لاریون اعلان وکړ.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ پرون د شاوخوا دېرشو بندي شویو افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی، خو ویلي چې دغه کډوال په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي او د کرکټ سیالیو په سر افغان لوبډلې سره د پاکستان له وروستيو ناندريو وروسته نیول شوي.

د طالبانو پر دغه دريځ یو شمېر خلکو توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې د افغان کډوالو د دفاع پر ځای د پاکستان د حکومت استازيتوب پکې ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب