یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمشهور پاکستاني خبريال افغانانو ته د ویزو ورکړه کې له پراخ فساد...

مشهور پاکستاني خبريال افغانانو ته د ویزو ورکړه کې له پراخ فساد څخه پرده پورته کړه

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ ‏‏د پاکستان مشهور خبریال طاهر خان يو ځل بيا افغانانو ته د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د پراخ فساد خبر ورکړ او په دې اړه ېې ځینې بېلګې وړاندې کړې.

ښاغلي خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:«ډیرو افغان وروڼو راته ویلي چې د کورنۍ غړو ته د ویزو لپاره انلاين اپلاي کړې نو مور ، پلار ته ویزې جاري شوي ولی د ماشومانو يي پاتې او ځينې کيسونو کې رد شوي دي. د ځينو بچو ته ويزي ورکړي شوي ولي ماشومانو ته نه: نو د هغو ویزو څه اهميت دي چې نیمه کورنۍ پاتې شي؟»

نوموړی وړاندې زياتوي:«دويم دا چې د رد شوو ویزو علت نه ښودل کيږي۔حکومت په ۲۱ ورځو کې دويزو ورکول پريکړه نه عملي کوي او اکثرو کيسونو کې په مياشتو مياشتو ويزي نه ورکول کيږي.»

نوموړی په دې اړه هم نيوکه کوي، چې د طالبانو د حاکمې ادارې په ګډون څوک د دې ستونزې پوښتنه هم نه کوي.

هغه په دې برخه کې د فساد يادونه کوي او وايي:« د ویزو ورکولو لپاره شرايط دومره زیات شول چې نارمل ویزی اخیستل ناممکن يا خورا ګران کار شو۔په داسي حالت کې ایحنټانو د ويزي ریټ زیات کړی ځکه چې کابل او اسلام اباد کې به پکې د ډيرو برخه وی۔که فيملي وزټ بنددي نو ايجنټان څنګه په دوو ورځو کې فيملي ويزي راوباسي؟ سنګل انټري واله ټورسټ ويزو ورکول هم سخت شوي, په هغي وخت هم زيات اخلي او ريجکټ کيږي هم.»

 ‏د پاکستان د ويزې يو شمېر تر لاسه کوونکو افغانانو تاند ته ویلي، چې په تور بازار کې د پاکستان د یو کلنې ويزې بيه تر يو نيم زر امریکايي ډالرو پورته شوې ده.

يوې سرچينې وويل، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ملا ډوله شارژدافیر ټاکل کیدل د ويزې د ستونزو او بيې د زياتيدو اصلي دليل دی.

پاکستاني چارواکو او د طالبانو ادارې دواړو په دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. وایی ترڅو ماشوم ونه ژاړي ، مور شیدې نه ورکوي .
    څو پورې چې د پاکستان د ویزو غوښتونکي په دې برخه کې شکایت ونه کړي ، خپل غږ جګ نه کړي ، نه ټالبان او نه هم د پنجاب حاکمه اداره په دې هکله څه کوي . د پنجابي دیوید جونز په شان پیرډوله یا ملا ډوله شارژدافیر خو نوی راغلی ، ترڅو د هغه د رشوت او عایداتو جوالونه ډکیږي ، ډېر وخت به وي .
    د دې ستونزې اصلي مرجع د ټالبانو د خارجه چارو هرکاره سرپرست ملا صاحب موتکی دی ، د هغه دنده ده چې له پنجابیانو سره په دې هکله ټولې ستونزې حل کړي .

  2. (At first point, half of pokistain is the historikal land of Afghanistan (we dont accept Durand line etc..0
    secondly, if Izlamabaad claims of Islaam! Is Briberry and Corruption Halaal esp. against a Neighbour Brother?!!
    3- The Taliban Islamy Emirate should perform the same procedure against pokisatnyz who enter Great Afghanistan boarders , actually Attack and Guwadder!!
    Etc…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب