ډاکټر لطيف ياد
ګندهارا چې په پخوانيو او زړو تاريخي او جغر افيايي متونو کې یې نوم دويهند په بڼه هم راغلی دی د مهاجانا پادا د واکمنۍ يوه لويه او پراخه سيمه وه چې په دې لويې او پراخې سيمې له کوبها (کابله) تر کوبها (کابل) د سيند دواړه خواوې چې کاپيسا، سروبي، لمپاکا (لغمان)، نونهارا (ننګرهار)، کونړ، پروشاپور (پيښور)، سوات، تخت بايي، مردان، پشکلاوتي (چارسده)، اټک، پټوهار او د شمالي پنجاب او د کشمير ځينې برخې هم پکې راځي چې ټکسيلا يا ټکشيلا يې مرکز ګڼل کيږي.
ګندهارا نه يوازې د يوې پراخې سيمې نوم دی، بلکې د يو لوی تمدن او تهذيب نوم هم دی چې په تاريخ کې ورته د ګندهارا تهذيب او تمدن ويل کيږي.
د ګند هارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متونو د ويدي سرودونو د لومړي ټوک په ١٢٦ او ١٢٧ سرودونو کې شوې ده چې مانا يې د رڼاګانو ځای دی.
مشهور چينايي بودايي ګرځندوی ( سياح) هيونڅنګ (٦٠٢-٦٦٤) زيږديز چې په ٦٢٩ زيړديز کال يې د بودايي معبدونو او ستوپو د ليدنې لپاره لومړي د مرکزي اسيا هيوادونو لکه قر غيزستان، اوزبيکستان او له هغه ځايه د امو يا اوکسوس له سينده پورې وت نو افغا نستان ته راغی او هلته يې په کندوز، بلخ، شبر، باميان، کاپيسا، بګرام، کابل، لوګر، لغمان، د ننګرهار د درونټې له سمڅو او هډې له سټوپو او معبدونونه ليدنه وکړه.
هيونڅنګ بيا د خيبر له تاريخي لارې څخه تير شو او پروشاپور (اوسني پيښور) ته لاړ او د مردان ،سوات او نورو هغو ځايونو نه يې ليدنه کتنه وکړه او د خپل يو نليک يا سفر نامې بشپړ تفصيل يې په خپل کتاب کې وليکه چې په هغه کې د ګندهارا د هرې سيمې نوم او د هغو بودايي معبدونو او لمانځنتونونو او سټوپو يادونه پکې شوې
ده.
د ګندهارا سيمه په لومړۍ زريزه کې د خپل پر مختګ لو ړو پوړيو ته او چته شوه، په تېره بيا دکنيشکا او کابل شاهانو د واکمنۍ په وخت کې دې سيمې دومره پر مختګ کړی وچې بې شمېره ښارونه ،بو دايي معبدونه ،ښوونځي او پو هنتونو نه يې درلودل چې دنورو سيمو نه به خلک او په تېره بيا هندوان او دبو دايي مذهب لارويان دزده کړو لپاره دې سيمې ته راتلل. ويل کيږي چې د چاينکيا په څېر سترو عالمانو همدلته تدريس کاوه. د سوداګرۍ له پلوه هم ګندهارا ډېر پرمختګ کړی و او له مرکزي اسيا او پخواني فارس سره يې ډيرې زياتې سوداګريزې راکړې ورکړې درلودلې.
د ګندهارا عظمت او شان او شوکت هغه وخت مخ په ځوړتيا شو چې غزنوي محمود په ١٠٢١ زيږ ديز کال د ګندهارا پر ارتې او پراخې سيمې بريد وکړ او دغه سېمه يې په خپله ولکه کې راوستله چې مشهور مورخ او د نجوم دعلم ماهر البيروني چې له محمود سره د ده د حملو په وخت کې ملګری و په خپل کتاب الهند کې د ګندهارا د سيمو په اړوند بشپړې ليکنې کړي دي. بايد زياته کړو چې تر غزنوي محمود دمخه د فارس او يونان واکمنانو هم پر دغې تاريخي سيمو باندې خونړي يرغلونه کړي وو چې د ګندهارا پر تهذيب او تمدن باندې يې لوی اثر او اغېزه پرېوتې وه٠.
په هندوستان کې د ډیلي د سلطنت په وخت کې چې سياسي ځواک د مسلمانانو په لا س کې و ، ګندهارا له لاهوره اداره کېده، خو په هند کې د مغولو د واکمنۍ په وخت کې د کابل صوبې يو ه برخه وه.
د ګندهارا خلک سپيڅلي، زړور، ميلمه پا لونکي خلک ول. دوی د وديک عصر او پير نه راپديخوا د کابل سين په دواړو غاړو تر اباسينه او سيدل او د کرکيلې په چارو بو خت ول. په دوی کې تکړه معمارانو، انځورګرانو، مجسمه جوړوونکو د موسيقۍ استادانو او د بيلابيلو ذوقونو خاوندانو شتون درلود.
داسې تاريخي شواهد شته چې ګند هارا چارې به د تاريخ په اوږدو کې کله د ټکشيلا، کله هم د پشکلاوتي
(چارسدې) کله به د پيښور او کله به هم داوداب هنداپوره يا هنډ نه اداره کيدلې.
د هندوانو په سپيڅلو متونو مهابهارت او را ميا نا کې هم د ګندهاري شهزادګۍ نوم راغلی دی چې د هستيناپور د ړانده واکمن درهيشټر سره يې واده وشو او د درودهانا مور وه٠ همداراز ويل کيږي چې د تبتي بو دايانو بنسټ ايښودونکی پد ماوا سمبهاو هم په ګندهارا کې زيږيدلی و٠ ويل کيږي چې دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی چندر ګپت هغه وخت په ټکشيلا کې و چې لوی سکندر يا سکندر اعظم په ګند هارابريد وکړ.
لنډه دا چې د ګندهارا سيمه په تاريخ کې يوه مشهوره سيمه وه چې ارټ او صنعت، نقاشي او مجسمې جوړونې پکې ډېره وده کړې وه چې د دغه وخت ډېرې مجسمې په کابل، کاپيسا، د ننګرهار په هډې، سوات، مردان، پنجکوړه او د پښتونخوا په ډېرو سيمو کې د دغه هنر بيلګې نن په موزيمونو کې خوندي دي.