جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهکرزی: ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافع بنسټونه دې د پاکستان...

کرزی: ملګري ملتونه او د بشري حقونو مدافع بنسټونه دې د پاکستان مېشتو افغان کډوالو دفاع وکړي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو وغوښتل، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو حقونو د دفاع لپاره لاس په کار شي.

حامد کرزي د پاکستان په سند ایالت کې د شاوخوا ۱۱ سوه افغان کډوالو د بندي کيدو راپور ته په اشارې ویلي، چې ښځو او ماشومانو په ګډون د دغو افغانانو بندي کيدو خواشينی کړی او انديښمن کړی دی.

ښاغلي کرزي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې افغان کډوالو سره د نړیوالو موازينو او بشري حقونو مطابق او د ګاونډیتوب اصولو ته په کتو ښه چلند وکړي.

هغه په عین حال کې له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ژوند د شرايطو د ښه کیدو لپاره لاس په کار شي.

د پاکستان حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو پر ادارې نیوکه کیږي، چې نه یوازې په پاکستان، بلکې ایران، ترکېې او د نړۍ په بل هیڅ هېواد کې ېې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه غږ نه دی پورته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب