پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټونو د وېش د بهير د بيا پيل خبر رد شو

د پاسپورټونو د وېش د بهير د بيا پيل خبر رد شو

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د وېش بهير د بيا پيل خبرونه رد کړل.

دغې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.

‏ پاسپورټ ریاست د دغه خبر خپرونکي بې باوره بللي او ليکلي:« په دې سره یاد بې باوره کسان هڅه کوي د هېوادوالو عامه ذهنیت خراب او له دې لارې خپلې پاڼې مشهورې کړي.»

 د پاسپورټ ریاست له خلکو غواړي،چې د دوی اړوند ټول خبرونه او راپورنه د یاد شوي ریاست له رسمي ادرسونو وڅاري.

د طالبانو چارواکو څه موده مخکې د تخنیکي ستونزو په نوم د پاسپورټونو د وېش د ځنډ اعلان وکړ.

معلومه نه ده، چې دا ستونزه به کله حل او د پاسپورټونو وېش به بیرته پیل شي.

افغانان د پاسپورټونو په تر لاسه کولو کې پراخه ګډوډي، د پروسې وقفه یي ځنډ او ادعا شوی پراخ فساد د پاسپورټ ریاست له لویو ستونزو بولي، خو چارواکي د فساد ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب