تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه) د پښتونخوا په باړې سیمه کې نن زرګونه کسانو د پښتنو د ژغورنې او په سیمه کې یې د امنيت د ټينګښت په اړه پراخه غونډه وکړه.
دا غونډه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین ېې مشري کوله، د نورو پښتنو ملتپالو ګوندونو او خوځښتونو فعالانو هم برخه پکې لرله.
په وروستيو کې داسې غونډې په بېساري ډول زیاتې شوي، خو د پاکستان مطبوعات ېې د پوځ او استخباراتي ادارې له وېرې د خبري پوښښ جرئت نه شي کولای.
ښاغلي پښتين ویلي، چې د پښتنو په سر د پاکستان د پوځ د مرموزو نړیوالو لوبو او پکې د پښتنو د قرباني کيدو، د پښتنو د حقونو د تامين، ویښتیا او ژغورلو لپاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.
د