جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: قرغیزستان او تاجيکستان دې خپل سرحدي اختلافات په خبرو حل...

عباس ستانکزی: قرغیزستان او تاجيکستان دې خپل سرحدي اختلافات په خبرو حل کړي

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ ‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي نن د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي وکتل.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سياسي، اقتصادي او یو لړ نورو همکاريو خبرې وشوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان پر پوله وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسئلو د تفاهم او خبرو له لارې پر حل ټینګار وکړ.

هغه دغه راز له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې له افغان خاورې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د خطرونو د پېښېدو په اړه د روسي چارواکو څرګندونې زياتې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب