جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد: سرپرست حکومت به ژر ختم او دايمي حکومت به اعلان کړو

مجاهد: سرپرست حکومت به ژر ختم او دايمي حکومت به اعلان کړو

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ ‏ د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د حاکمې سرپرستې ادارې د ژر پای ته رسېدو او پر ځای ېې د دايمي ادارې د اعلان خبر ورکړی.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د دې کار ژر تر سره کولو ته هيله من دي.

د طالبانو وياند مخکې ويلي وو، چې د سرپرستې ادارې د پای ته رسېدو او دايمي ادارې د اعلان لپاره د اساسي قانون، شورا او ځينو نورو جوړښتونو رامنځته کیدو، له بهر څخه د افغانانو ستنيدو او نورو ډېرو چارو ته اړتيا ده.

نوموړي اوس په دې اړه، چې د‌ دغو اړتياوو د پوره کیدو لپاره څه اقدامات شوي کنه، څه نه دي ويلي.

د طالبانو د سرپرستې ادارې له اعلان او واکمنۍ څخه څه باندې یو کال پوره کیږي.

معلومه نه ده، چې د دوی دایمي اداره به په مشخص ډول کله او له اوسنۍ ادارې سره د کومو توپیرونو په لرلو اعلان شي.

1 COMMENT

  1. دې حرامیانو ته مو ډیر جنګونه کړي دي خو ملا ملا دی ، دې رزیل خو د نجونو د ښوونځي د بیرته خلاصون وعده ورکړه خو تر اوسه تړلي دي !
    د ملا خبري نورې نه منو ! ملا پښتو وایې او خبري کوي خو پښتني خواص نلري دی د مسجد بیغیرته ټوکمار دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی