سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد پېښور استازي د پاکستان داخله وزير ته کنځلې او د مرګ...

د پېښور استازي د پاکستان داخله وزير ته کنځلې او د مرګ ګواښ وکړ

تاند:(پنجشنبه، د عقرب دولسمه)‏‌ د پښتونخوا په صوبايي جرګه کې د پېښور يوه استازي فضل الهي خان د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ته، د کنځلو تر څنګ د وژلو ګواښ کړی.

هغه، چې د مخکيني صدراعظم عمران خان د تحريک انصاف ګوند غړی دی، دا کنځلې او ګواښونه پر عمران خان د ننني برید په غبرګون کې کړي.

عمران خان نن د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانوالا د وزیراباد په الله ولا چوک کې خپلو طرفدارو لاریون کوونکو ته وینا کوله،چې پرکانتینر يې ډزې وشوې او دی پکې ټپي شو.

د نوموړي ټپ برسېرن ښودل شوی، خو ورسره د څو نورو کسانو حالت نازک یاد شوی.

راپورونه وايي چې عمران خان په ښۍ پښه لکېدلی او لږ وروسته په مرمۍ ضد موټر کې روغتون ته یووړل شو. د تحریک انصاف ګوند مشران وايي چې عمران خان په پښو څو ځایه ټپي شوی دی.

دا پېښه نن له لاهور څخه د اسلام اباد په لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون په اوومه ورځ وشوه.

د دغه برید پړه د عمران خان ګوند پر واکمن صدراعظم شهباز شريف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د استخباراتو ادارې د پټو معلوماتو پر مشرفیصل نصیر واچوله.

د عمران خان د ګوند یاد شوي قهرجن غړي په یوه ویډیويي پیغام کې يوازې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته کنځلې کړي او ويلي، سر یې په تلي کې دي، لوڼې به یې ویر ته کینوي.

مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ياد شوی برید غندلی او د عاجلو پلټنو امر کړی و.

په ورته وخت کې له پېښور څخه د پاکستان د پوځ د سیمه ییز مشر د کور مخې ته د عمران خان د سلګونه پلويانو د لاریونونو او هم د پاکستان په نورو برخو کې د سختو غبرګونونو خبر ورکړل شوی.

عمران خان، چې څه موده مخکې د پارلمان له لوري ګوښه شو، تازه د پاکستان د ټاکنو کميسيون ورڅخه په ټاکنو کې د بيا ګډون حق اخیستی‌.

هغه د دې پریکړې او دغه راز له وخته د ژر ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د پراخو لاریونونو اعلان کړی.

د پاکستان ځينو رسنيو پر مخکيني صدراعظم عمران خان د ننني برید د عامل اعترافات خپاره کړي.

هغه په دغو څرګندونو کې ويلي:« عمران خان خلک ګمراه کوي، یو خوا اذانونه وي، بل خوا یې په لاریون کې سندرې او ګډاګانې وي.»

دغه کس چې د هویت په اړه ېې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، زياته کړې:« عمران خان مې وژلو خو پوره یې نه وه راغلې.»

د نوموړي په وينا د ده ترشا هیڅوک نشته او یوازې ایماني جذبې دغه برید ته هڅولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب