Homeخبرونهد عمران خان ويشتونکي په هغه برید خپله«ايماني جذبه»وګڼله

د عمران خان ويشتونکي په هغه برید خپله«ايماني جذبه»وګڼله

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ د پاکستان ځينو رسنيو پر مخکيني صدراعظم عمران خان د ننني برید د عامل اعترافات خپاره کړي.

هغه په دغو څرګندونو کې ويلي:« عمران خان خلک ګمراه کوي، یو خوا اذانونه وي، بل خوا یې په لاریون کې سندرې او ګډاګانې وي.»

دغه کس چې د هویت په اړه ېې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، زياته کړې:« عمران خان مې وژلو خو پوره یې نه وه راغلې.»

د نوموړي په وينا د ده ترشا هیڅوک نشته او یوازې ایماني جذبې دغه برید ته هڅولی و.

عمران خان نن د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانوالا د وزیراباد په الله ولا چوک کې خپلو طرفدارو لاریون کوونکو ته وینا کوله،چې پرکانتینر يې ډزې وشوې او دی پکې ټپي شو.

د نوموړي ټپ برسېرن ښودل شوی، خو ورسره د څو نورو کسانو حالت نازک یاد شوی.
راپورونه وايي چې عمران خان په ښۍ پښه لکېدلی او لږ وروسته په مرمۍ ضد موټر کې روغتون ته یووړل شو. د تحریک انصاف ګوند مشران وايي چې عمران خان په پښو څو ځایه ټپي شوی دی.

دا پېښه نن له لاهور څخه د اسلام اباد په لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون په اوومه ورځ وشوه.

عمران خان، چې څه موده مخکې د پارلمان له لوري ګوښه شو، تازه د پاکستان د ټاکنو کميسيون ورڅخه په ټاکنو کې د بيا ګډون حق اخیستی‌.

هغه د دې پریکړې او دغه راز له وخته د ژر ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د پراخو لاریونونو اعلان کړی.

1 COMMENT

  1. گومان نه کوم د عمران خان د قتل د تلاښ د عامل انگیزه مذهبی وی بلکه ډیر احتمال لری چی د کومی بلی لویی استخباراتی دستګاه لخوا ګومارل سوئ وی.
    د جاپان مقتول صدراعظم( آبه شینزو) او عمران خان پخپلو سرونو کی نور نور فکرونه روزلی وه ( د نړیوال سیاسی _ اجتماعی _ اقتصادی لوبو په بازارکی د « شرق » د ترازو د دروندوالی د هڅو د سناریو ګرم ساتل) ‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...