جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهروسیه: ط-ان د امريکايانو لخوا رامنځته شوي

روسیه: ط-ان د امريکايانو لخوا رامنځته شوي

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف په تازه څرګندونو کې امریکا متحده ایالات تورن کړي،‌ چې د خپلو سیاسي- جغرافیوي موخو لپاره یې د طالبانو، القاعدې او داعش ډلې رامنځته کړي دي.

نوموړي د هم ګټو هېوادونو د امنیتي مسوولانو په غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورين به د سیمې د هېوادونو لپاره د کډوالو سیلاب د جاري کیدو سبب شي.

هغه د دغو کډوالو په ډله کې د منځني اسيا هېوادونو ته د نړيوالو ترهګرو د ورتلو انديښنه هم وښوده.

مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د منځنۍ اسيا هېوادونو ته داعش ډلې د غړو د ورتلو انديښنه وښوده.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو او امریکا وروستي مذاکرات د طالبانو د ادارې پر وړاندې د روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د دريځونو د سختیدو سبب شي.

د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ څخه مخکې د دوی پر وړاندې د سیمې او امریکا تر منځ په اړيکو کې انډول ساتل له لویو ننګونو څخه ګڼل کیده.

امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ځینې مدافعین دې ته په اشارې سره، چې د سیمې قدرتونو د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ په څه باندې یو کلنه موده کې د امریکا د يوې اونۍ هومره مرسته د دوی واکمنۍ سره نه ده کړې، امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ننګه کوي.

له دې سره څېړونکي وړاندوينه کوي، چې امریکا ته د طالبانو له ډېر نیږدې کیدو به دوی ته تاوان دا وي، چې د سیمې هېوادونه ېې ښايي پر ضد نورو ډلو نه ملاتړ وکړي.

طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د روسیې د لوړپوړي امنيتي مقام تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب