Homeخبرونهبښنې نړېوال سازمان: نړیواله محکمه دې د افغان جګړې د ټولو لوریو...

بښنې نړېوال سازمان: نړیواله محکمه دې د افغان جګړې د ټولو لوریو جنایتونه وپلټي

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ د بشري حقونو مشهورې مدافع ادارې (د بښنې نړېوال سازمان) د جنګي جرمونو پر ضد د نړیوالې محکمې له هغې پریکړې هرکلی کړی،چې وايي د طالبانو او حقاني شبکې د جنګي جنایتونو په اړه پلټنې کوي.

د بښنې نړېوال سازمان په ورته مهال له يادې محکمې غوښتي،چې دغه پلټنې دې د افغانستان د جګړې د ټولو خواوو پر جنایتونو متمرکزې کړي.

د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړېوال سازمان د څانګې مشرې یمیني میشرا د شورو ويلي، چې د ای سي سي څارنوال باید له دې موقعې ګټه واخلي او سمدستي د جګړې د ټولو اړخونو په اړه تحقیقات پیل کړي.

نوموړې زياتوي:”روانه اوونۍ د جرمونو د نړیوال عدالت پرېکړه په افغانستان کې انصاف ته د اوږده انتظار لپاره، په ځانګړې توګه د طالبانو او حقاني شبکې له خوا د ترسره شویو جرمونو د قربانیانو لپاره یوه هیله ده”.

یمیني میشرا زیاتوي، په پلټنو کې د ښه پرمختګ لپاره مدافع وکیلان ځینو هغو اغېزمنو خلکو ته په رسېدو کې باید سمدستي بیاکتنه وکړي چې مقدمو ته یې تر اوسه پاملرنه نه ده شوې او یا د عدالت لپاره له زورواکو مجرمانو پوښتل کېدل یې منع کړي دي.

د طالبانو د ادارې مرستيال وياند بلال کريمي بيا د نړيوالې محکمې پريکړې ته په غبرګون کې ويلي چې د دوی له بيا واکمنيدو وروسته په هېواد کې جګړه او جنګي جرمونه دواړه نشته.

هغه د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنيو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې، خو پر طالبانو د ادعا شويو جنګي جرمونو د پلټنې په اړه ېې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو خلاف د يوې جنګيدونکې ډلې( ملي مقاومت جبهې) یوه غړي فضل احمد معنوي اروپا ته د طالبانو د ادعا شويو جنګي جنايتونو د اسنادو شریکولو په موخه اروپا ته د خپل سفر خبر ورکړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې په پنجشېر او نورو سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو خلاف د جنګي جرمونو ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...