جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغان نشراتي مرکز خپل ۴۰ کلن آرشیف ملي راډيو ټلويزيون ته وسپاره

افغان نشراتي مرکز خپل ۴۰ کلن آرشیف ملي راډيو ټلويزيون ته وسپاره

تاند:(پنج شنبه ،د عقرب دولسمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون وایي، چې افغان نشراتي مرکز نن د افغانستان په اړه د خپلو څلورو لسیزو چاپي، ويډيويي او غږيږ آرشیف ور سپارلی دی.

د ملي ټلويزيون په ټویټر پاڼه کې په دې اړه راغلي، چې ياد شوی آرشیف نن د افغان نشراتي مرکز رييس حاجي سيد داوود د ملي راډيو ټلويزيون لپاره د طالبانو لوی رییس احمد الله وثیق ته سپارلی.

سرچينه زياتوي، چې په ور سپارل شوي آرشیف کې د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو د پېښو او په ځانګړي ډول د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې ډېر اسناد خوندي شوي.

طالبانو د افغان نشراتي مرکز مشر نه مننه کړې او د يوه ستاینلیک له ورکولو سره ېې قدرداني کړې ده.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ برعکس اوس دوی د افغانستان د لرغونو اثارو او آرشیف د ختمولو پر ځای په دې برخه کې د پالنې په اړه يو لړ اقدامات کړي، چې فرهنګي فعالانو ېې دا کړنې ستايلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...