جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپر لاریون د ډزو په نتیجه کې عمران خان ټپي شو

پر لاریون د ډزو په نتیجه کې عمران خان ټپي شو

تاند- یوه نامعلوم وسله وال نن د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پر مشر او پخواني صدراعظم عمران خان پر لاریون ډزې وکړې.

د لومړنیو راپورونو له مخې، عمران خان روغ دی خو د لاریون ځینې برخوال په مرمیو لګېدلي دي. ډزې د پنجاب ایالت د ګوجرانوالا د وزیراباد په په الله ولا چوک کې پر هغه کانتینر شوي چې عمران خان پکې وینا کوله.

 راپورونه وايي چې عمران خان په ښۍ پښه لکېدلی او لږ وروسته په مرمۍ ضد موټر کې روغتون ته یووړل شو. د تحریک انصاف ګوند مشران وايي چې عمران خان په پښو څو ځایه ټپي شوی دی.

ډان ورځپاڼه وايي چې حمله کوونکی نیول شوی دی.

دا پېښه نن له لاهور څخه د اسلام اباد په لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون په اوومه ورځ وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب