Homeخبرونهکابل کې چاودنې ۸ ملکي مامورين ټپيان کړي

کابل کې چاودنې ۸ ملکي مامورين ټپيان کړي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو تاييد کړه، چې په کارته مامورین سیمه کې د مرکزي سيلو مخته نن د کليو او پراختيا وزارت د کارکوونکو په کاسټر موټر چاودنه شوې.

د دغې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند خالد ځدراڼ وايي، په چاودنه کې ۸ تنه ټپيان شوي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له کابل څخه د ورته څو پېښو خبرونه ورکړل شوي.

تېره جمعه د کابل د پینځمې ناحیې په يوه جومات کې هم چاودنه شوې وه، چې لږ تر لږه ۷ ملکیان یې ټپيان کړي وو.

د دواړو وروستيو پېښو مسووليت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...