Homeخبرونهازبکستان د مزار شريف هوايي ډګر ورغاوه

ازبکستان د مزار شريف هوايي ډګر ورغاوه

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏ازبکستاني چارواکو د افغانستان په شمال کې د مزارشریف د هوايي ډګر د رغولو خبر ورکړی.

یوې ازبکستاني رسنۍ ويلي چې د دغه هوايي ډګر مختلفې برخې یې د هېواد تخنیکي ډلو د طالبانو د حاکمې ادارې په غوښتنه رغولي دي.

د UZA رسنۍ د راپور له مخې، د یاد هوايي ډګر د رغولو تر څنګ ېې د دغه ډګر د بريښنا د زياتوالي لپاره هم اقدام کړی.

ويل شوي، چې له رغولو وروسته د مزارشریف هوايي ډګر وړتیاوې زياتې او ډېرو او پرله پسې الوتنو او ناستو ته چمتو شوی.

سرچېنې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ایرگاشیف او نورو چارواکو په ګډون د رغول شوي هوايي ډګر د پرانيستلو خبر هم ورکړی.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ازبکستان د طالبانو د حاکمې ادارې له نیږدې سیمه ییزو همکارانو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...