Homeخبرونهروانه اونۍ د مرستو دويمه ۴۰ ميليون ډالري کڅوړه کابل ته ورسیده

روانه اونۍ د مرستو دويمه ۴۰ ميليون ډالري کڅوړه کابل ته ورسیده

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک په روانه اونۍ کې کابل ته د بشري مرستو د دويمې څلويښت ميليون ډالري کڅوړې د رسیدو خبر ورکړی.

د بانک په يوه اعلاميه کې راغلي، چې يادې پيسې یوه سوداګريز بانک ته سپارل شوي.

د افغانستان بانک چارواکو د يادو مرستو له هرکلي سره، دغه مرستې د افغان بشري ناورين ځپلو د لاسنیوي لپاره مهمې بللې دي.

يادې مرستې، چې نور کله هره اونۍ څلویښت- څلویښت میلیونه کابل ته را لېږدول کېږي، تر اوسه یې د تمويل او مصرف دواړو د جزییاتو په اړه ډېر څه نه دي ويل شوي.

د اقتصادي کتونکو په باور د دغو مرستو له کبله د افغانیو ثبات په خپل حال پاتې شوی او په افغانستان کې له لوږې د ډیرو انسانانو د مړینو مخه نیول شوې ده.

ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې د خپلو ادارواو دغه راز د نورو نړیوالو مرستندویو ادارو له لارې ویشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...