یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندوز کې د کبانو روزل او تولید دوه برابره شوی

کندوز کې د کبانو روزل او تولید دوه برابره شوی

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د کبانو په تولید او روزنه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی .

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست آمر ډاکټر نجیب الله حسن وویل، چې په دغه ولایت کې تېرکال له ۳۰۰ فارمونو ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي وو، چې سږ کال دغه شمېر ۴۵۰ ټنو ته سېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

حسن زیاته کړه، چې د کبانو ډېر فارمونه د کندز د مرکز په ګډون په حضرت امام صاحب، قلعه ذال او چهار درې ولسوالیو کې موقعیت لري.

 د کندز د کرنې، بڼوالۍ او څارویو د روغتیا ساتنې آمر د کبانو د تولید زیاتولي لامل د کبانو د خوراکي توکو وېش، د اکسیجن برابرول او د هوا ښه والی بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب