Homeخبرونهجلال اباد کې د ورزشي خبریالانو ترمنځ د افغانیو د ترویج په...

جلال اباد کې د ورزشي خبریالانو ترمنځ د افغانیو د ترویج په موخه کرکټ سیالۍ پیل شوې

راپور: راحت زيارمل

تاند (شنبه، ۱۴ جدي ۱۳۹۸) د جلال اباد ښار په زړه سراج العمارت بڼ کې ورزشي خبریالانو د افغانۍ د رایجولو په موخه کرکټ سیالۍ پیل کړې چې دوه ورځې به دوام ولري.

په دغو سياليو کې د ننګرهار او کابل ولايت د ورزشي خبريالانو درې لویډلې ګډون لري چې خلکو ته د افغانيو د کارونې پيغام ورکوي.

د دغو سياليو جوړونکو د لوبغالي په څنډو کې د افغانۍ د ترويج لپاره شعارونه هم راځړولي وو چې پکې ليکل شوي وو: ” راځئ پردۍ اسعارو ته [نه] ووايو او د خپلې ملي کرنسۍ پر کارولو د هېواد اقتصاد په پښو ودروو”.

په دغو سياليو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وينا وکړه او د ورزشي خبريالانو دغه اقدام يې وستايه. ښاغلي مياخېل وويل: “د افغانيو رواجول يوه ننګوونکې پروسه ده، خو د خلکو او اقشارو ټينګ هوډ او ونډې دغه پروسه په ډېره ښه توګه روانه کړې ده. هر هېواد ځان ته وياړونه او د هوېت شاخصونه لري چې زموږ يو مهم شاخص افغانۍ دي”.

د ننګرهار يو تن ورزشي خبريال اباسين امرخېل د دغو لوبو د موخې په اړه وايي چې دوی خلکو ته د افغانۍ د کارونې او د بهرنيو اسعارو د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي په توګه دغه لوبې پیل کړې دي. هغه وويل: ” موږ په ټولو هغو ټولنيزو مسايلو کې ونډه اخلو چې د هېواد او ولس پکې خير وي. افغانۍ زموږ ملي هويت دی او د دې په رايجولو کې ونډه اخيستل موږ خبريالان خپل مسووليت ګڼو”.

دا سیالۍ په جلال اباد کې په داسې مهال کې روانې دي چې د مرغومې له لومړۍ نېټې په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د افغانيو د ترويج او بهرنيو اسعارو د مخنيوي پراخ ولسي کمپاين پیل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...