دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېدریایران، امریکا او په منځني ختيځ کې د کړکېچ نوی ماموریت

ایران، امریکا او په منځني ختيځ کې د کړکېچ نوی ماموریت

محمدسلیم پاینده  

له 2003 زېږديز کال راهیسې چې امریکا پر عراق برید وکړ، سلیماني د شاوخوا 600 امریکايي سرتیرو په وژلو باندې تورن پېژندل کېږي. له 2005 څخه تر 2012 د امریکا د دولت پالیسي دا وه چې جنرال قاسم سلیماني ژوندی ونیسي او یا یې حداقل ووژني اما ویې نکړل. ژوندی نیول یې تر وژل کیدلو ښه و ځکه د کړکیچ او غبرګون سطحه يې ډېرولی شوای. نن امریکا هغه وواژه!، ايا او ولې د امریکا په سیاست کې پراډیمي بدلون راغلی؟

په یمن، لبنان، عراق، سوریې او افغانستان کې پر امریکايي سیاسي و نظامي اهدافو او سفارتونو د بریدونو او امریکايي اتباعو په وژلو کې د ایران پر لاس لرو، د سعودي د تیلو پر تر ټولو سترې کمپنۍ ارامکو برید او دېته ورته نورو ستراتیژیکو پټو شواهدو و تورونو وروسته امریکا خپل دښمن 23 کاله وروسته وواژه. د امریکا د سمندري ځواکونوMQ-9 ریپر ډرون د ایران تر ټولو اغیزمن پوځي او استخباراتي مشر قاسم سلیماني د بغداد په هوايي ډګر کې د عراق له مهم پوځي او بسیجي مشر رضا جعفر او د حزب الله له معنوي او عملیاتي رئیس ابو مهدي مهندس او هادی

محمدسلیم پاینده

امري سره یو ځای له منځه یووړل تردې څو ورځې وړاندې د سلیماني ټینګ ملګری او د 1980 – 1988ایران‌-عراق د جګړې همسنګره او اوس کې د سوريې جګړې لپاره د سلیماني ښی لاس او د بشرالاسد د جګړې ګټونکی اسد شتري يې هم د دمشق پر یوه سړک ووژاه.

امریکا تر دې وړاندې په ښکاره توګه په دې سطحه کوم ایراني پوځي او استخباراتي مشر نه و وژلی، دا به د یوې غیرمستقمې جګړې څخه د یوې مخامخ ښکیلتا یو نوی فصل پرانیزي او عراق، سوریه او منځنی ختيځ به ددې ننوتې تر ټولو مثاتیره کېدونکی محراق وي. د سوریې د خپل منځۍ جګړې له پیله سلیماني یو اغیزمن پوځي مشر و چې د سیمي د لوبغاړو روسیې او امریکا د ملي امنیت او د بشرالاسد د رژیم په متنونو کې تر ټولو زیات تکراریده، په حقیقت کې قاسم سلیماني د بشر الاسد د رژیم یو له پام وړ او خورا مهمو ساتونکو څخه و.

بغداد، کابل او طرابلس د امریکايي سرتیرو د ګڼي‌ګوڼې سفارتونه دي، ډېری حملې هم پر همدې سفارتونو شوي دي، سفیران پکې وژل شوي او امریکايي اتباع ترې برمته شوي دي او د همدي بریدونو پړه تر ډيره د سلیماني تر بازو لاندې جنګیالیو او د قدس وه، سلیماني د فاطمیون اصلی طراح هم و.

تیر 2019 کال هغه له کردي رهبرانو وغوښتل چې د عراق له شماله د سوريې تر پولو د ستراتیژیک مسیر د تامین سره مرسته وکړي.هغه له کردانو سره نېږدي پاته سوی د کلونو کلونو لپاره یې د کردانو پر وړاندې د «رشوت ورکولو او یا خو يې د ټکولو» تګلاره مخته بیوله. خو د تیر کال راهسیې هغه خپل دا پلان اړولی و نور نو يې کردي رهبران رد کړل او تر دې خو لا بده دا چې د اسد جنګیالیو جګړه نه کوله. سلیماني عراقي پوځیانو ته ویلي ول چې د سوريې پوځ بې ګټې دی او هیله لري چې ایراني میلشو ته یې بسیج کړي هغه له عراقي پوځیانو وغوښتل چې ” ماته لار راکړئ زه ټوله جغرافیه درته نیسم” – هغه تیر کې له داعش سره جګړه کې هم خورا مخکښ و.

له 2019 وړاندې او وروسته کال پر کال په دمشق کې د ایراني میلشو او وسلو شمېر مخ پر زیاتیدو شو په ټنونو وسلې، ټانکونه او ډیپوګان د منځني ختېځ جګړیز توسونونو ته داخل شول په همدي کال سلیماني 2000 نور تازه نفسه بسیج شوي جنګیالي له حزب الله څخه ترلاسه کړای شول. د قیصر ښار یې ونیوه چې د بکا په وادې کې د لبنان او سوریې مرز دی. له همدي ځایه یې لبنان، سوریه، او عربي نړۍ ښوروله تقریبا د هر دریم میزایل پرتاب له همدې اډو پر عربو شوی دی. سلیماني او حزب الله پخواني یاران دي کلونه کلونه کېږي چې په لبنان او نوره نړۍ کې د ګډو عملیاتو او توطیو مرستې سره کوي. 

قاسم سلیماني د سوريې د جګړې د متن نوم و له دې هاخوا حداقل په تیرو دو کلونو کې هغه په يوازې او مستقله توګه د منځیني ختیځ د جګړې قومانده درلوده هغه د ټالیند، نوي ډهلي، لوګاس او نیروبي حملې هم بولندي کړي دي.

د ایراني پوځیانو وژل د افغانستان په څیر سیمه او نیابتي جګړې اغیز لري خو د تاثیر اصلي محراق د ایران د اقتصادي ځوړتیا او د عراق، سوریې، یمن او منځني ختيځ د جګړې کرښې دي؛

لومړی: امریکا د ایران یو مهم پوځي او استخباراتي سیوری‌مشر وژلی او نوموړي لږ تر لږه د ایران-عراق جګړې راهسې د ایران پر بهرنۍ پالیسي سیوری او اغیز درلود. په یمن، سوریه، لبنان، افغانستان او پاکستان کې یې شاوخوا 280000 جنګیالي درلودل چې څرګنده ده د ایران بهرنی سیاست او پراخیتايي پروګرامونه متاثیره کولی شي.

دوهم: د سلیماني وژل د ایران-امریکا د نوې جګړې باب پرانیزي په تهران کې د امریکا د سفارت تر برید وروسته د ایران امریکا په کچه دومره لویه فاجعه نه وه رامنځته سوې، اوس پوښتنه داده چې ایران به بیرته حمله وکړي؟ د غچ نوعیت او شکل به څه وي؟ چيري او څرنګه او ددې تاثیر به افغانستان کې پر نیابتې جګړې څومره پریوزي؟ په زیات احتمال چې ایران او امریکا به د مستقمې جګړې له لارې مخته نه ځي، بلکې د نیابتې جګړې ډګرونه به په درېيمو سیمو کې لا ګرم شي او تاوان و جبران ملتونه به یې هم همدا پردۍ سیمې وي.

که څه هم پر ایراني طالبانو به ژور تاثیر ولري او د طالبانو ددې برخې سره به مرستي او ملاتړ زیات سي او له امریکا سره د پاکستان‌ملاتړه طالبانو پروسه به له نورو نویو خنډونو سره واچوي خو په زیات احتمال چې د امریکا او ایران لانجه د منځني ختیځ، عراق، سوریې، یمن او افغانستان کې د نیابتې جګړو پر زیات تاثیر پرېښولی شي.

درېیم: د سلیماني په مشرۍ ایراني ملیشو د داعش پر وړاندې جګړه کې رغنده رول درلود. ایا ایران به وکولی شي چې د داعش بیا ځلي احتمالي پرمختګ ته ځواب وویلی شي؟ د داعش ماته که څه هم په ښکاره امریکا ته مهمه وه تر هغې څو چنده زیات د ایران هدف و. که ددې احتمال وي چې داعش بیرته سر را پورته کړي نو دا به په یقیني توګه د ایران لپاره د ګواښ د پاته شوني په مانا وي.

محمدسلیم پاینده، د مایسوري پوهنتون، هند. 11:10:59 AM , January 03, 2020

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب