هماغسې چې خبرونه ورځ وروسته زاړه وي او هره ګړۍ نوې پېښه د رپوټ وړ وي نو همداسې د ژورنالیزم او خبریالۍ بڼې هم وخت پر وخت بدلیږي .
یو مهال ښايي د پرون خبر او د نن خبرداري ته سهارنۍ کې په تمه و چې ورځپاڼه به تر کور یا کار ځایه رارسیږي او ځېنو ښايي له ډیرې تلوسې د ورځپاڼو ویش مرکزونو ته څو ګامه ور اخستل خو نن دهرې ګړۍ خبره ته په خپل ورغوي کې ګورو تازه خبر کرښه پر فسبوک او مخامخ ویډیو پر ټلویزون او خواله رسنیو ګورو.
د نیم ساعته راپورتاژ ځای یوې نیمې یا دوه دقیقو ډیجیټل ویډیو نیولی چې غږ لیکل او او تصویر پکې رالنډ شوی وي . هیڅ جیب بې راډيو نه دی هر یو ټلیفون لرو او هر ټلیفون راډیو لري خو غږول ېې لږ شوي ورسره راډیو هم خپل بڼه اړولې پر ډیجیټل د ګردې ورځې خبري ټولګه درلنډوي .
وروستیو دوه لسیزو کې نوي ژورنالیزم له یوه مخه نوې نخرې جوړې کړې د مالوماتو رسول چټک شو او تر ډېره پکې د ټکنالوژۍ لاس و .
لکه د نورو نوښتونو هرڅه لومړی په نړیوالو ژبو انګریزۍ او عربۍ کې وي او بیا ورو ورو نورو ژبو او نورو خلکو ته خوریږي .
په ۱۹۹۷ کې لومړنۍ پښتو ویبپاڼه بي بي سي پښتو وه . دغه انلاین یوازې یوه ژورنالیست او خواریکښ ځوان سمبالوه .
ایمل پسرلي په دغه برخه کې له دندې او مسولیته ډیره خواري کوله او هڅه ېې دا وه چې ژبه ېې د نورو هغه له کتاره شاته پاتې نشي ځکه له ګاونډیو ژبو فارسي او اردو سره ددغه سیالۍ وخت او اړتیا وه. ښاغلي پسرلي په یوه سر د یوې کاري ډلې رول لوبوه په نورو ژبو کې بیا انلاین برخو ته ګڼ کسان ناست و . همدغو هڅو یو څه پښتانه لیکوال وهڅول چې د ورځپاڼې له چوکاټه ویبپاڼې ته مخه کړي د بیلګې په ډول د پښتونخوا دمشهور ورځپاڼه او کالم لیکونکي نور البشر نوید کالم پښتونخوا د ډیرو لپاره په زړه پورې لوست و او اساني دا وه چې چا به د هغه چاپ کالمونه له پيښوره خورو ورو پښتنو ته نړۍ کې رسول . په ورته مهال ګڼو نورو پیغلو او ځوانانو هم له کابل او نورې نړۍ پر پښتو ژبه دغه ویب پاڼې ته لیکل کول .
له پښتو انلاین سره یوه بله مهمه اړتیا چې محسوسېده د پښتو ټلویزوني خپرونو وه . دا تشه بیخي د پام وړ وه که څه هم ځینو نړیوالو تبلیغاتي رسنیو ټلویزوني او ویډیويي پرواګرامونه پیل کړي و خو د ژورنالیزم او مسلکي خبریالۍ تنده پرې نه ماتېده ده .
همدغه ځوان په ۲۰۱۰ کې د بي بي سي پښتو انلاین لپاره راډیويي ستاسو غږ خپرونه ویډیويي کړه او ورپسې ېې لنډې مالوماتي ویډويي خپرونې هم پيل کړې چې توکي ېې له انګریزۍ څانګې ژباړل کېده او خواري دا وه چې یوه ورځ پښتو لکه انګریزي او عربي د ټلویزون ژبه وي .
په ۲۰۱۰ ز کال کې بي بي سي فارسي تلویزون جوړ شو له ایمل پسرلي او نورو همکارانو سره ېې دا تنده لا ډیره شوه . د ۲۰۱۲ په لومړیو کې دا هیلې پیدا شوې چې پښتو ټلویزوني خپرونې پیل شي .
ما هغه مهال عربي ژبي الجزیره تلویزون ته کار کاوه او لکه د ایمل پسرلي په سخته تلوسه وم چې کله به پښتو ژبه کې دا ډول خبریالي وکړم چې الجزیره یا نور ېې کوي .
د۲۰۱۴ د جنورۍ پر شلمه د بي بي سي پښتو ټلویزوني خپرونو پیل و زه له ایمل پسرلي سره لا کال وړاندې په اړیکه کې وم او سلا مشورې مو وې چې څه ډول رپوټونو باندې به کار کوو .
د پښتو ټلویزون له پیل سره زه بي بي سي ته راغلم او له برکته ېې د افغانستان سویل ، ختيځ ، شمال ، لویدیځ او ټول وطن ته یا د ژوند رپوټولو او یا هم د جګړو خبرونو پسې وګرځېدم په الجزیره ما یوازې د جګړې رپوټونه چمتو کول .
ایمل پسرلي زما ایډیټر او دپښتو تلویزون مشر و .
لکه د ژورنالیزم په نوي کولو او نویو فورمټونو کې چې دی تر نوور پښتنو خبریالانو ځانګړی و په خبریالۍ کې ېې هم څانګیز نظر درلوده .
کله کله زه ېې له شل دیرشتو خبرو سره جوړ نه وم خو له پنځو شپیته خبرو سره مو همغږي وه لکه د خبرونو په تازه والي مو نظرونه جلا و ده مابه ویل پېښه شوې سړی یخه دړه پروت دی زنه ېې ورتړلې باید خبر ېې خپور کړو . ښاغلي پسرلي به ویل صبر یو وار به د ډاکټر نظر به پرې واخلو .
ما به سر تندی وهه چې د خبر له وه ارزښتونو یو ېې تازه والی دی .
ده به ویل له دغو ارزښتونو بل ېې دقت او کره والی دی .
زه به د جګړې په لومړۍ کرښه کې وم رپوټ به مې ورکاوه چې څه روان دي له ده سره دا غم و چې زه شمیرې مالوم کړم نه دا چې څومره خلک وژل شوي دا چې څومره له کړاو سره نور مخ دي .
په۲۰۱۷ کندوز کې په ښار سختې جګړې وې ما دیوه نړیدلي کورحال ورکوه چې امریکايي الوتکو بمبار کړی و څښتن ېې په ښار کې څپلۍ او بوټونه ګنډل او رنګول چې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ ېې ورځ مزدوري کېده ما په رپوټ کې همدا یاده کړه له ستړې کاري ورځې ستون شوم خپل هوټل ته لاړم او تمه مې وه چې ایمل پسرلی به راته د مننې توري لیکي چې ګوندې توده جګړه کې دې نن کار وکړ .
له ښاغلي پسرلي توده جګړه او زما منډې هیرې وې یوازې همدغه د سوځيدلي کور دڅښتن ورځ مزدوري ېې یاده وه ویل افرین دغه مهم ټکی و .
په ۲۰۱۶ کې افغان او پاکستاني ځواکونه تورخم کې په جګړه و ما د ولسي کړاو په تړاو رپوټ کې د یوه تش شوي کور له ساړه تنوره کامرې ته خبرې کولې ، پسرلي صاحب ته همدا یوه پي ټي سي یا د کامرې مخې ته غږیده زما د ورځو ورځو ستړیاو نه جلا وه ځکه ویل د ژوندیو د سختۍ حال پکې دی .
په ټوله کې ېې نظر دا و چې خبري پوښښ کې باید انساني اړخ ته ډېر پام وشي .
د ښځو ونډه ېې مهمه بلله کله کله به زما ښځينه همکارانو په ټوکو کې ویل پسرلی صاحب خوشاله وي چې رپوټ کې د ښځو غږ وي همداسې په پښتو ټلویزون کې د کارکونکو ډیره برخه ښځې وې او ښاغلي پسرلي ېې دلیل دا یادوه چې که اډینس( لیدونکي /مخاطب) ته فکر کوو نو وګڼه چې څومره به ښځې وي نو ولې په خبر خونه کې (نیوز روم) که ددغه اوډینس یا مخاطبانو استازې ونډه نه اوسي.
په ټوله کې د بي بي سي پښتو ټلویزوني رپوټونو او پوښښ لپاره په داسې یوه معیار کار وشو چې نه یوازې د یوې رسنۍ حق ادا شو ورسره د نورو پښتو ژبو تلویزونونو چې د امریکا د حضور په برکت لکه د مرخړیو ېې کابل کې ستنې پورته شوې د خبرونو او رپوټونو بڼې واوښتې .
د خبریال شتوالی په سیمه کې او تصویر ته لیکل مهم ټکي و .
یو مهال به د کابل ټلویزونونو د نورستان شنې درې ښودلې اود امریکا او وسله والو ترمنځ د جګړو وینلړلي خبرونه به ېې ورسره ویل تر ډیره به د ولایتي مرکزونو او لویو ښارونو څلور لاري د هر رپوټ تصویر و که به لیکل ( سکریپټ ) هر شی و .
په دغه برخه کې ځکه د ایمل پسرلي یادونه کوم چې د ټلویزوني خبریالۍ په نوم ېې کتاب ولیکه او پکې ېې نوی ژورنالیزم او تیر سره وجاجوه ، په نویو فورموټونو وغږېده او د بي بي سي د مخکښو خبریالانو او نورو تلویزونونو بیلګې ېې راوړې.
دغه کتاب د ټلویزون له خبریالانو سره ډيره مرسته وکړه او عملآ لیدل کیږي چې اوس د پښتو ژورنالیزم مخکنی حالت اوښتی .
ایمل پسرلي له دې ټولو سره سره یو ځوان کار ټیم په خپل چاپيرچل کې وروزه او هغوئ ته ېې دا فرصت ورکړ چې نوې تجربې وکړي او سبا ته د یوه لوی خبر خونې سبمالګر هم شي یو شمیر کسان له دغه کاري ډلې د ټلویزونونو مشران او په ښځینه و کې اوڅارې ویاندویانې دي.
زه د پښتو ژورنالیزم په نوي والي کې د خپل ګران دوست او مشر ژورنالست ایمل پسرلي هڅې ناپایه ګڼم او تمه مو ده که ټلویزون اداره کوي ، خبریالان روزي او یا کتاب لیکي پښتو ژورنالیزم ته به نوي څه حتمي راوړي .
،،،،، دا لیکنه لندن کې د ایمل پسرلي په ژوند او هنر رابلل شوې غونډې لپاره شوې وه .
لندن