یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورهغه کتاب، چي په یوساعت کي مي ولوست

هغه کتاب، چي په یوساعت کي مي ولوست

محمدابراهیم سپېڅلی

مرحوم علامه رشاد بابا یوه ورځ زما د یوې پوښتني په جواب کي راته وویل: « ژبه هغه مهال پرمختګ کولای سي، چي دربار ته ننوځي او یاهم د نړۍ له بیلا بیلو ژبو معتبر اثار ورته راوژباړل سي. »

له هغه وخت راهیسي تراوسه، چي زه کوم ژباړل سوی کتاب، رساله او یاهم مقاله ولولم، نو د علامه بابا هغه وینا مي راپه یاد سي او په دې ډېرخوشحاله سم، چي شکر دی زموږ په ټولنه کي دغسي قلم په لاس کسان سته، چي د خپلي مورنۍ ژبي (پښتو )د بډایني لپاره د خپلو اسلافو پخې خبري عملي کوي.

که غور وسي، ژباړه اسانه هنر نه دی ځکه داهنر ځان ته ټاکلي لاري او اصول لري، چي خامخا په نظر کي نیول غواړي او پام ورته نه کول يې د ژباړي اصلیت ته تاوان رسوي.

ژباړه ترهرڅه اول لوی زغم غواړي، ځکه ژباړن اکثره وخت دیوپرګراف، یوې جملې او ان یو لغت لپاره ډېره  هڅه کوي، چي په خپله ژبه کي داسي روان مترادف لغت، جمله او پرګراف پیدا او واوډي، چي په ویلو، لیکلو او اوریدولو کي نه یوازي اسان بلکي د دوهمي ژبي  اکثرو لهجه ویونکي ورسره بلد وي اود مطالعې پرمهال داسي فکر ونه کړي، چي ګواکي یوه ترجمه سوې جمله، لغت او متن لولي.

دازغم په ډېر تمرین او یوه جمله په څو، څو واري لیکلو، ړنګولو او بیا بیا لیکلو ته اړتیا لري، ترڅو د خپلي ژبي پر قواعدو برابر متن په دقیق ډول داسي ترجمه کړي، چي لوستونکي يې د مطالعې پرمهال په لوستلو ستړي نه سي.

که چیري د (عبدالرحیم هاتف ژوند) په نامه ژباړل سوی کتاب په غور سره مطالعه سي، نو معلومه به سي، چي ددغه کتاب ترجمان ښاغلي عبدالظاهرجان څرک له ډېر هنري زغم څخه کاراخیستی دی.

هغه مهال، چي موږ د هیواد له غېږي لیري په پردي ولات کي د کډوالۍ ترخې شپې سبا کولې، نو په هغه وخت کي د هیواد د پيژندل سوي ژباړن او لیکوال محمد زبیرشفیقي د ترجمه کړو ناولونو بازار خورا تود ؤ.

(محمد بن قاسم، د تروږمۍ مسافر، د یوغازي داستان) او ځیني نور پښتو ته ژباړل سوي ناولونه وو، چي باور وکړئ زموږ اکثره ادبي ملګري به يې لوستلو ته څو ورځي انتظار کاوه او ډېره تلوسه  يې وه، چي ژر ددغو ناولونو د لوستلو نوبت ور ورسیږي.

ماته، چي به دیادونو ناولونو له لړۍ څخه هر یو په لاس راغلی، نو د ماخستن ډوډۍ به خامخا د لاس ته راغلي ناول پر مطالعه راڅخه ځنډېدل یا هم قضاء کېدله.

همداسبب دی، چي تر شل کاله زیات وخت تیریدو وروسته مي هم د هغې لړۍ د څو ناولونو پر نومونو سربیره د هغوی موضوعګاني او ځیني په زړه پوري صحنې لکه د یو نامي فلم ډييلاګونه په یاد دي.

دغو ژباړل سویو ناولونو ځکه د ادبي ملګرو ترمنځ دومره شهرت پیداکړ، چي له یوې خوا يې د ځینو موضوعګاني زموږ د هیواد له روانو حالاتو سره برابري وې او بله غټه ښېګڼه يې داوه، چي ښاغلي زبیرشفیقي په خپل خدای ورکړی استعداد داسي ژباړلي وو، چي هیڅ د ژباړي ګومان ورباندي نه کیدی.

په دې وروستیو کي، چي ما د ( عبدالرحیم هاتف ژوندلیک) ژباړل سوی کتاب مطالعه شروع کړه، نو سمدستي د نسیم حجازي د لیکل سویو ناولونو هغه پښتو ترجمه راپه زړه سوه، ځکه دغه کتاب هم زموږ اوستاسو کندهاري لیکوال او ژباړن حاجي ظاهرجان څرک په داسي روانه پښتو ژباړلی دی، چي هیڅوک نه وایي، دادي ترجمه سوی وي.

زه، چي له تیرو شلو کالو راهیسي د عملي ژورنالیزم ډګر ته راغلی یم، نه مي په یادیږي، چي یو کتاب مي دي  ټول په یوه ورځ لوستلی وي، خو له نېکمرغه (د عبدالرحیم هاتف ژوند لیک) کتاب مي په ډېره تلوسه په یوساعت کي ولوست او په اخرکي مي له ځان سره وویل:

« کاشکي داکتاب یوڅو نوري پاڼي هم درلودای!»

کتاب محاورې ته د نژدې ژباړي ترڅنګ بله دا ځانګړتیا هم لري، چي هره موضوع څو واري په لوستلو ارزي.

د ژباړي په اصولو پوه کسان د خپلي ژباړي لپاره داسي اثار غوره کوي، چي ددوی په ژباړولو و ارزي، چي دغه کار حاجي ظاهرجان څرک په خورا دقت سره کړی دی.

دغه ژباړل سوی کتاب (۱۲۷) مخونه لري، چي د کتاب پر پښتۍ يې د مرحوم عبدالرحیم هاتف عکس اود کتاب پر څلورمه پښتۍ د ژباړن لنډه پيژندګلوي د هغوی له عکس سره یوځای چاپ سوې ده.

د کتاب د کمپوز چاري د کندهار مجلې مسؤل مدیر او تکړه لیکوال محمد نبي سلطاني کړي دي.

کتاب پر تک سپين کاغذ سږکال د عرفان خپرندویه ټولني لخوا په کندهارکي د ( ۵۰۰) ټوکو په تېراژ خپورسوی دی.

ژباړن د کتاب اهداء په دې الفاظو کړې ده:

« د پښتو ژبي د تکړه لیکوال،شنونکي،ژباړونکي او تاریخ لیکونکي استاد محمد معصوم هوتک په نوم، چي پښتو ته يې په لسونو تحقیقي اثار وړاندي کړي دي. »

ورپسې د کتاب په نوملړ کي لوستونکي دغه مطالب مطالعه کولای سي:

(د هاتف صاحب بیوګرافي، د ژباړن خبري، مرحوم عبدالرحیم هاتف، زده کړي، دندي، چاپ او ناچاپ اثار، د مکتب خاطرې، ترټاکنو وروسته یوه خاطره، د یمن دسفرلیدني او خاطرات.)

پر کتاب دروند استاد محمد معصوم هوتک لنډه لیکنه کړې.

استاد هوتک د ښاغلي څرک دغه ژباړه ستایلې او ژمنه يې کړې، چي د عبدالرحیم هاتف د بیوګرافۍ په اړه خپله هم جلا یوڅه لیکي.

له دې وروسته د کتاب ژباړن په خپلو خبروکي داسي لیکلي دي:

« دابیوګرافي ما ځکه وژباړله ، چي د افغانستان د معاصر تاریخ د وروستۍ برخي ځیني پټ او مهم حقایق پکښي روښانه سوي دي، خصوصا د ډاکټرنجیب الله د واکمنۍ د وروستيو کلنو پيښي، د ډاکټرنجیب الله پر ضد د شمالي ټلوالي اتحاد اود پرچمیانو ګډسنګراو خیانتونه پکښي رسوا سوي دي … »

ددغه کتاب لوستل داخبره راپه ګوته کوي، چي هغه ځوانان، چي پر انګلیسي سربېره له نورو ژبو سره بلدتیا لري ورته په کارده، چي د خپل ذوق سره سم د استادانو په مشوره داسي ګټوري مقالې، رسالې او کتابونه پښتو ته راوژباړي، چي هغه زموږ د ټولني درد دوا کړي، خو پام په کار دی، چي ژباړه ټکی په ټکی نه وي، بلکي په پوره امانتدارۍ د لومړۍ ژبي مغتنم اثار د خپلي ژبي له قواعدو سره سم خپلو لوستونکو ته وړاندي سي، ترڅو په دې ډول مو د خپلي ژبي د بډایني په لار کي که نور نه وي یو قدم خو په راستۍ اخیستی وي.

د همداسي معیاري ژباړو د ډېریدو په هیله

دغه مقاله په کندهارکي دیاد کتاب (د عبدالرحیم هاتف ژوندلیک) د مختکتني په غونډه کي ولوستل سوه

۰۲ – جنوري – ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب