یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورسپین‌غر ادبي بهیر د خپل مزل څلوېښتم ګام هم واخیست

سپین‌غر ادبي بهیر د خپل مزل څلوېښتم ګام هم واخیست

راپور: راز خوږیاڼی

نېټه:  ۱۳۹۸ د مرغومي ۱۳مه 

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې عارف الله نېکمل سمبالولې او د سید احمد احساس لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري محمد صدیق حیران کوله او د مېلمه پر څوکۍ ورسره سردارولي ساپي ملتیا کوله.

د تېرې ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ لوري د ناستې ګډونوالو ته واورول شو، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد.

د ناستې پيلیزه وینا د بهیر مشر محمد صدیق حیران وکړه. هغه پۀ خپلو خبرو کې وویل: پۀ بهیر کې د مشرانو ګډون د بهیر د بریا نښې دي، چې دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. حیران زیاته کړه، موږ باید بهیر پرې نږدو چې خدای مه کړه ناستې یې لۀ خنډ او ځنډ سره مخ شي، باید هره اوونۍ پۀ پوره لېوالتیا د بهیر پۀ ناستو کې ګډون وکړو.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې استاد شمشېر، نوراغا مظلومیار، پروېز وزیري، عثمان رحیمي، سیداحمد احساس، نوراغا شهزاده، محمد عارف خوږیاڼي، جان‌ولي ثاقب، روح الله صمیم، سردارولي ساپي، خوشال دراني، میراغا قدریار، محمود ځلاند، بشیر احمد حقیار، حمیدالله خوږمن، تراب زهیر او عزت الله عادل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، تر څنګ یې مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو.

د ناستې ارزونه خوشال دراني وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې ناسته تر پایه ښه او پۀ زړۀ پورې وارزوله، زیاته یې کړه باید ملګري پۀ خپل ټاکلي وخت مشاعرې ته حاضر شي، چې کېدای شي ناوخته راتګ یې د ځینو ملګرو د نهیلۍ او زړۀ تنګون سبب وګرځي چې باید ډډه ترې وشي، دراني پۀ خپلو خبرو کې زیاته کړه ځینې ملګري باید لۀ ډېرو شوخو شعرونو تېر شي او دلته یې ونۀ وایي تر څو د کلام د عفت خیال وساتل شي.

یاده ناسته غرمه مهال د بشیراحمد حقیار پۀ دعایه پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب