شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورپرمختګ مو هدف دی/ څوارلسم کتابتون

پرمختګ مو هدف دی/ څوارلسم کتابتون

حبيب وقار 

د هر کليوال، د ليسې د زده کوونکو او ښوونکو سترګې له خوښۍ ځلېدې، ځکه چې دوی په خپله ليسه کې هېڅ کله هم د کتابونو دومره لوی انبارونه ليدلي نه وو، دوی تر دې وړاندې نه توانېدل د خپلې اړتیا وړ معلومات په ليسه کې ومومي، خو له دې وروسته به وکولای شي هر ډول معلومات چې غواړي ويې مومي او که زده کوونکي غواړي کومه موضوع وڅېړي او يا هم په ليسه کې د کوم سيمينار له پاره تیاری ونيسي مواد به يې په اسانۍ سره وموندی شي.

دا سپينه او ښايسته ودانۍ د شيخ ياسين د ليسې ده او خلک يې ځکه له خوښيو په جامو کې نه ځايېږي چې نن د نورو ورځو د جنګ جګړو او دربه دريو پر ځای د دوی د ليسې په کتابتون کې د ۱۱ سوو په شاوخوا کې کتابونه ځای پر ځای کېږي او دوی ټول ژمنه کوي چې د دوی د ليسې کتابتون ته به چې د (پرمختګ کتابتون) په نوم نومول شوی دی پرمختګ ورکوي.

پرمختګ کتابتون نن د ۱۳۹۸لمريز د مرغومې مياشتې په ۱۳مه د ۱۱ سوه په شاوخوا کې کتابونو سره د کلي عامه کتابتون د خوځښت له لوري پرانستل شو. د کلي عامه کتابتون له لوري دا څوارلسم کتابتون دی چې پرانستل کېږي. د دې کتابتون د پرانيستې مراسم د قاري محمد ارشاد له لوري د قران عظيم الشان په سپېڅلو ایتونو سره پيل شول.

د غونډې په پيل کې د لیسې سرمعلم خير محمدخان د کلي عامه کتابتون غړو او نورو ملېمنو ته ښه راغلاست وویل، نوموړي له هر هغه کس له زړه مننه وکړه چې د پرمختګ کتابتون له پاره يې ان يو کتاب هم ډالۍ کړی دی او يا يې هم د کتابتون په جوړولو کې منډې کړې دي او ستړياوې يې ګاللې دي، نوموړي زياته کړه چې د کلي عامه کتابتون دا لوی خدمت به هېڅکله هم هېر نکړي. ورپسې د چک ولسوالۍ د پوهنې د نظارت غړي او د پرمختګ عامه کتابتون د جوړولو فعال کس محمد حامد بها خبرې وکړې. نوموړي د کلي عامه کتابتون له ډلې او هغو کسانو مننه وکړه چې دغه کتابتون ته یې کتابونه ډالۍ کړي دي. بها له خلکو وغوښتل چې ياد کتابتون په همدې حال پرې نږدي او د بډايه کولو له پاره يې هڅې وکړي او خپله یې ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به خپله هر ډول مرسته نه سپموي، نوموړي ياد کتابتون د سیمې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د ښاغلي بها له وينا وروسته د شیخ زاید پوهنتون محصل قاري سمیع الله محمدي د کتاب او پوهې په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل چې د علم زده کړه په هر مسلمان او مسلمانه فرض ده او په داسې علمي مجلسونو د الله ج رحمت وي، زياته يې کړه: «دا کتابتون زموږ د ټولنې لپاره لویه لاسته راوړنه ده، باید ټول پوره ګټه ترې واخلو. موږ ته لازمه ده که په هر بیه وي علم ته مخه کړو، که هغه دیني يا هم عصري وي، ځکه علم د پرمختګ وسیله ده».

ورپسې د وردګ پوهنتون د کتابتون مسول محمد اصف فدایي خبرې وکړې ويې ویل: «د سیمې په استازولۍ د کلي عامه کتابتون له ډلې له زړه مننه کوم چې په لرې پرتو کلیو کې په داسې سختو شرایطو کې د ولس د ذهنونو د روښانولو لپاره کتابتونونه جوړوي، څو د ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي». فدايي همداراز وويل الله پاک فرمایي چې که نه پوهېږئ، د علم له خاوندانو پوښتنه وکړئ. زياته يې کړه: «دلته د پوهې او ناپوهۍ ترمنځ توپیر ښودل شوی، علم رڼا او جهل تیارې ته ورته ښودل شوی، علم له کتاب ترلاسه کېږي، د پوهې مرجع کتاب دی چې د انسانانو په افکارو کې بدلون راولي، په انساني ټولنه کې انقلاب راولي، د انسان ذهن روښانه کوي، انسان لوړو درجو ته پورته کوي، که موږ په هره برخه کې لوی علماء وګورو ټولو له کتاب څخه سالمه استفاده کړې ده، د یوویشتمې او شلمې پېړۍ پرمختګ له کتاب څخه شوی دی، کتاب هغه وسیله ده چې په افکارو کې بدلون راولي، نړۍ د مثبت بدلون په لور بيايي او انسان په مثبتو لارو روانوي.» نوموړي وړاندې وويل که د کتاب په ارزښت هر څومره خبرې وکړي بیا هم کمې دي. د کلي عامه کتابتون له ډلې يې مننه وکړه چې دوی کتابونه ان تر زندانونو پورې رسولي دي او په هر ګوټ کې یې د علم ډيوې بلې کړې دي، یوه بېلګه یې دغه ده چې نن د دوی په مخ کې د ۱۱ سوه په شاوخوا کې کتابونه اېښي دي، زياته يې کړه چې خپله دنده يې پاتې ده، مسؤلیت يې دی چې خپلو اولادونو ته د مطالعې ذهنیت ورکړي او اولادونه د مطالعې په ارزښت وپوهوي.

وروسته د کلي عامه کتابتون د خوځښت غړي قاري مطیع الله هدایت خبرې وکړې، نوموړي هم د علم ارزښت بیان کړ او د یوه نېک کار د بنسټ اېښودو او په هغه کې د برخې اخیستنې په اړه یې څرګندونې وکړې، نوموړي زياته کړه: «راځئ هڅه وکړو د لویو علماوو په څېر د مطالعې تر څنګ تقوا هم د ځان لپاره لاره وګرځوو، د پردیو فکري یرغلګرو مخه موږ یوازې د مطالعې پر مټ نیولی شو، په فېسبوک او نورو ورته وخت ضایع کوونکو شيونو او ناوړه سریالونو وخت ضایع نه کړو.» نوموړي د شیخ یاسین د کلي له مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو او نورو ګډون والو مننه وکړه چې غونډې ته راغلي او برخه یې راسره ورسره اخيستې وه. ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي شفيع الله مشفق د پرمختګ عامه کتابتون بنسټ پاڼه ولوسته.

د غونډې د پای ويناوال د کلي د عامه کتابتون د ډلې مشر مجيب الرحمن محمودي و، نوموړي د کلي عامه کتابتون په اړه وويل چې د کتابتونونو له جوړولو يې هدف د خلکو عامه پوهاوی، مثبت فکري بدلون او علمي بډاینه ده، د شیخ یاسین د لیسې له ادارې یې مننه وکړه چې د پرمختګ عامه کتابتون ته یې ځای ورکړ، له محمد حامد بها څخه یې مننه وکړه چې په دې لاره کې یې په لوړه حوصله فعالیت وکړ او د کلي عامه کتابتون له خوځښت سره يې يو ځای يې زیاته اندازه کتابونه را ټول کړل. محمودي له هغو کسانو هم مننه چې یو یو ټوک کتاب یې ډالۍ کړی دی او د دوی د مرستو پر مټ نن ۱۴م عامه کتابتون پرانیزي.

محمودي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ په هېڅ ګوند، هېڅ ټولنه او ډله ټپله پورې تړلي نه يو، یوازې د خلکو د خدمت لپاره را پورته شوي يو چې په علمي ډګر کې تر خپله وسه د خپلې ټولنې لپاره یو څه وکړو ځکه په کلیواله ټولنه کې هم نارینه او هم خویندې محرومې دي، دوی ته تر ټولو غوره لاره عامه کتابتونونه جوړول دي.» زياته يې کړه چې د کتابتونونو لپاره يې یو سېستم جوړ کړی، چې په دې سېستم کې يې هم د کتابونو د استهلاک او هم د کتابونو د ورکې مخه نیولې. که هر کتابتون د همدې سېستم په چوکاټ کې خپلې چارې مخکې يوسي، ورځ په ورځ به بډایه کېږي. ويې ويل: «خلکو ته مو اسانتیا برابره کړې چې کتاب کور ته یوسي او له مطالعې وروسته يې بېرته کتابتون ته وسپاري، دا سېستم داسې دی چې د نارینه وو تر څنګ هره خور کولای شي له دې کتابتون څخه ګټه واخلي، د خپل پلار یا ورور په مرسته کتاب یوسي او مطالعه یې کړي.» محمودي خلک وهڅول چې د کتابتون په بډایه کولو کې برخه واخلي او کتابونه مطالعه کړي.

په پای کې د کلي عامه کتابتون خوځښت لخوا محمد حامد بها په يوه اېوارډ سره وستايل شو او د سیمې د مشرانو لخوا مجيب الرحمن محمودي ته پګړۍ ورپه سر شوه او د شیخ یاسین د لیسې د ادارې لخوا د کلي عامه کتابتون خوځښت ټولو غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او ورپسې د کتابتون د پرانيستې پټۍ پرې شوه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب