Homeخبرونهبلجیم کې افغان پناه غوښتونکي سختو شرايطو کې ژوند کوي

بلجیم کې افغان پناه غوښتونکي سختو شرايطو کې ژوند کوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ په بلجیم کې د پناه غوښتونکو يوې مدافع ډلې د افغان پناه غوښتونکو د‌ ژوند د سختو شرايطو خبر ورکړی.

د يوه اړوند بنسټ مسوول فداسیل ويلي، چې يو شمېر افغان پناه غوښتونکي د سړکونو پر سر پريښودل شوي، چې وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

 دغې ادارې د بلجيم حکومت د کډوالو د حقونو په اړه د خپلو ژمنو په نقض تورن کړی او ترې غوښتي، چې دغه حقونه تامين کړي.

د کډوالو د حقونو فعالانو د ژمي له رارسيدو سره د کډوالو د ستونزو د زیاتیدو خبرداری هم ورکړی.

د ياد شوي خيريه بنسټ مسوول ويلي، چې دوی هره مياشت له دوو تر دوه نیمو زرو کډوالو ته د امکاناتو برابرولو وسه لري، په داسې حال کې چې تر څلورو زرو زيات کډوال د مرستې غوښتنلیکونه ورسره شريکوي.

د‌ بلجیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یو کال مخکې دغه هېواد د نويو افغان کډوالو د نه منلو په اړه خپل پریکنده دریځ اعلان کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...