جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په دې ورځ شوروي اتحاد تر ټولو قوي اتوم بم وازمایه

په دې ورځ شوروي اتحاد تر ټولو قوي اتوم بم وازمایه

تاند- له نن څخه ۶۱ کاله پخوا د ۱۹۶۱ م کال د اکتوبر په ۳۰ مه شوروي اتحاد د نړۍ تر ټولو ستر اتوم بم وازمایه.

دا بم د هغه یوه چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۱۹۴۵ م کال د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د جاپان پر هیروشیما غورځولی و، ۴ زره واري قوي و.

تر دې وروسته ګڼ نور لا لوی او قوي اتوم بمونه وازمویل شول او ملګروملتو له امریکا او شوروي اتحاد څخه پر له پسې غوښتنې کولې چې د اتومي وسلو د ازمښتونو سیالي ودروي ځکه چې دا ډول وسلې درستې نړۍ ته خطر پېښوي.

په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتومي وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالی نه دی راغلې. کوم هیواد اوس څومره اتومي وسلې لري؟ لاندې د هر هیواد د اتوم بمونو شمیر ته کتنه شوې:

روسیه

په ستاکهولم کې د سولې د نړیوالې څېړنیزې موسسې (سِپري) پر اساس د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد په لومړي ځل په ۱۹۴۹ کال کې اټومي وسله ازمیښت کړې وه. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.

امریکا متحده ایالات

امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اتومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په اساس امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.

فرانسه

فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوی دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.

چین

د آسیا تر ټولو لوی اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوی د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنی اټومي ازمیښت کړی وو.

بریتانیا

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیا په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت وکړ. د امریکا دغه نژدې متحد هیواد بریتانیا اوس  ۲۲۵ اټومي وسلې لري.

پاکستان

پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلې لري. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه شوې دي. که څه هم پاکستان وایي چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو لپاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه ونښلي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جګړې واوړي.

هندوستان

هند لومړی ځل په ۱۹۷۴ کال  او دوهم وار په ۱۹۹۸ کال کې د اټومي وسلې ازمویلي دي. هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر پر شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړې چې دغه هیواد به هیځکله پر بل هیواد تر هغو ونه کاروي چې اتومي حمله پرط شوې نه وي.

اسرائیل

له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره درې واره جنگیدلی هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.

شمالي کوریا

د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا پر بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب