پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+سوکرات (سقراط)

سوکرات (سقراط)

ژباړه: ملیحه ناصري

نوم: سوکرات

لقب: حکیم سوکرات

زېږون: ۴۷۰/۴۶۹ ق م

د مړینې نېټه: ۳۹۹ ق م

د زېږېدو او مړینې ځای: آتن – یونان

شاګردان یې: اپلاتون او ګزنپون

د سوکرات شعار: ځان وپېژنه!

سوکرات د یونان اوسېدونکی او د لویدیځې نړۍ ستر فلیسوف و. د سوکرات فکر پر انسان‌پېژندنه څرخېده. هغه ویل نړۍ پېژندنه پرېږدئ، انسان ته پام وکړئ او ځان وپېژنئ.

ژوندلیک

د سوکرات پلار مجسمه جوړوونکی و او خلکو یې درناوی کاوه. دغه درناوی د دې لامل شو چې سوکرات وکړای شي له فرصته ګټه واخلي او د هغه وخت دودیزې زده‌کړې هندسه، حساب، ستورپېژندنه او کلاسیک شعر پيل کړي. سوکرات د نړۍ له دریو فیلسوفانو (اپلاتون، سوکرات، ارستو) څخه دی. په محکمه کې په دغو خبرو پړ وګڼل شو:

۱ – د آتنیانو خدایګوټو ته عبادت نه کوي، نوې او ناپېژنده دیني کړنې یې بنا کړي دي.

۲ – د آتنیانو ځوانان په خپلو فکرونو بېلارې کوي.

د همدې له کبله د ده مرګ غوښتنه وشوه. سوکرات په سړه وینه د ټولو تورونو ځواب ورکړ او سپيناوی یې ورسره وکړ. سوکرات ورغبرګه کړه چې دی له مرګه وېره نه لري، خو که ووژل شي آتن ته به غټه بې ننګي پاتې شي او راتلونکي نسلونه به د دې پېښې اړوند، آتن ملامتوي. سره له دغو ټولو خبرو بیا هم محکمې د دې لپاره چې دوی د وخت د سیاسیونو تر اغېز لاندې وو، د سوکرات د وژلو حکم وکړ. مرګ ته یې څو ورځې پاتې وې چې ملګرو یې د ده د تېښتې وسایل برابر کړل، خو سوکرات د دې لپاره چې دا کار د دوی د اصولو خلاف و، ویې نه منله.

ټاکل شوې ورځ چې راغله، کورنۍ، ملګري او یاران یې نارامه وو. سوکرات ټولو ته د ارامښت سپارښتنه وکړه، تر وصیت وروسته یې (زهر) وڅښل او ومړ.

له ده څخه هېڅ لیکل شوی اثر پاتې نه و، خو یو څه مباحث يې د آتن له اوسېدونکو، اپلاتون او ګزنپون سره لیکل شوي او خوندي وو. دی شل کلن و چې فکر یې د انسان خواته واووښت. په هغه وخت کې فلیسوفانو د نړۍ، کاینات او د هغو اړوند مسایل څېړل، خو هغه کاینات پرېښودل او انسان ته راوګرځېد.

سوکرات چې کله د ښکلا په اړه بحث کاوه، ویل به یې چې کله یو شي ته ښکلی ویل کېږي، یوازینی لامل یې دا دی چې په هغه کې الوهي ښایست یا خدايي ښکلا شته. هغه ښکلا له یوې سرچینې راوتلې بلله. مانا ویل یې:

۱- ښکلا الوهي ده.

۲- د ښکلا واحد ماهیت او څرنګوالی لکه کُل داسې بېلابېل اجزا او عناصر لري. دغه یوګونی ماهیت دننه خپل ځان کې متکثره او تجزیه کېدونکې بڼه لري. که ښکلا یوګونې وګڼو، دا ښایست په یو څيز پورې اړه لري، خو موږ داسې ډېرې ښکارندې (پدیدې) لرو چې د بېلابېلو بڼو له مخې ښکلې دي.

د سوکرات عقیدې د هغه وخت د سیاسیونو او مذهبي ځواکونو له افکارو سره په ټکر کې وې، نو د همدې خبرې له وجهې محاکمه هم شو. دی د ځوانانو پر فاسدولو او دیني ارزښتونو ته پر خیانت تورن شو. سوکرات په مرګ محکوم شو، خو شوکران (یو ډول زهر) یې وڅښل او ځانوژنه یې وکړه.

ده هېڅکله د خپلو اندونو د لیکلو په موخه ځان ستومانه نه کړ. دا څه شی چې له ده موږ ته راپاتې دي، تر ټولو مشهور شاګرد یې اپلاتون رارسولي. اپلاتون په خپلو ایولوژي، کریتون او فامیدون رسالو کې د استاد ژوندلیک او محاکمه سپړلي. د اپلاتون په نورو رسالو کې هم د سوکرات افکار سپړل شوي دي، خو بیا هم د اپلاتون له اندونو د سوکرات د فکرونو بېلول ستونزمن دي.

غښتلی سوکرات او دلیروم

سوکرات په ځوانۍ کې د (ګرځنده سرتېري) په توګه په نظام کې دنده لرله. الکیبیادیس د سوکرات د دې وختونو کیسه داسې کوي: “توان او ځواک یې ډېر و. کله کله به موږ ته خواړه نه رسېدل، په دغسې مهال کې به تر موږ ټولو سوکرات تکړه و. هېڅوک له ده سره د پرتلنې وړ نه و. د سړو پر وړاندې یې د وجود مقاومت هيښوونکی و. هلته به په ژمي کې سخت کنګلونه و. یا به ټول په کور ناست و، یا به هم که دباندې وتل ډېر کالي به یې اغوستل او پښې به یې په لیمڅي یا وړیو کې پټولې. په دغسې یو حالت کې به سوکرات په عادي بوټونو او جامو کې تر نورو سرتېرو لا ښه روان و. نورو سرتېرو به ده ته په کرکه کتل، ځکه دوی دا کار خپل سپکاوی ګاڼه.

په دلیروم او پلوپونزي جګړو کې سوکرات مېړانه وښوده، نو ملګرو او ښاریانو یې دی د دې تورې له امله وستایه. همدغې مېړانې له ده نه یو ځانګړی شخصیت جوړ کړ.

سوکرات په اېګوارا کې

د سوکرات پام انسانیت ته واوښت. تر دې دمې فلیسوفان د نړۍ او د هغې د پیداښت د څرنګوالي په اړه پر مالوماتو بوخت وو، خو ده اعلان کړه چې نړۍ خوشې کړئ، انسانیت ته پام وګړئ، ځکه یې شعار هم (ځان وپېژنه!) و. ده به د یونان په آتن کې متفکره زلمي او نور ځوانان راټولول. هغوی به یې د معبدونو او عبادت ځایونو تر سیورو لاندې کېنول بیا یې ترې غوښتل چې د خپلو خبرو کلیمات تعریف کړي. آتنیان به یې هڅول چې خدایګوټي، ځان، ارزښتونه او عقاید عبادت او وارزوي. همدا چې وبه یې لیدل خلک د نیاو (عدالت) په اړه خبرې کوي، نو په ارامه به یې پوښتل چې نیاو څه ته وايي، شرافت، اخلاق، ښېګڼه، هېوادپالنه چې ټول پرې ویناوې کوي، دا ټول څه دي؟

هغه ځوانان چې تر سوکراته به راټول وو، له بېلابېلو پوړونو وو، د اپلاتون او الکیبیادیس په څېر شتمن هم وو چې د سوکرات له خندوونکو تحلیلونو او سپړنو یې خوند اخیسته. یا لکه انتیستنس چې د استاد بې پروا فقر یې ستایه او له هغې به یې دین جوړاوه. د اریستپوس په څېر کسان هم و چې په اوسنۍ اصطلاح کې یې انارشیستان بولي، د دوی به ټول پام د هغې نړۍ د هیلې لرلو ته و چې مریی، رییس یا مشر، عام خلک مالوم نه وي او ټول سوکرات غوندې خپلواک وي.

زده‌کوونکو او شاګردانو یې سوکرات ته د هغه د پخوانیو جګړه‌ییزو لاسته‌راوړنو او د نړۍ د منظرو پر وړاندې د بې پروایۍ له امله درناوی نه کاوه، هغوی سوکرات سره په عقل او حکمت کې د تواضح له امله مینه لرله. هغه د حکمت مدعي نه و، ویل به یې چې په شوق سره یې پالي. د فلسفې پيلیزه یې هماغه د ځان نه پېژندل و، لکه ویل به یې چې: “پوهېږم چې نه پوهېږم.

د سوکرات محاکمه

په ۳۹۹ق م کې سوکرات د ځوانانو په بېلاري کولو تورن شو. بل تور پرې د خدایګوټو نه منل و. هغه یې محکمې ته یووړ او د مرګ سزا یې ورته وغوښته. شاګردان یې د تېښتې توکي ورته برابروي، خو دی یې نه مني. اپلاتون په خپلو اپولوژي، کریتون او فایدون کې دا مالومات خوندي کړي دي. دی خپلو شاګردانو ته وايي چې وارخطا کېږي دې نه، ځکه دوی به تر مرګ وروسته یوازې د ده جسد خښوي.

اپلاتون په خپله فامیدون رساله کې لیکلي چې د دې جملې تر ویلو وروسته سوکرات بلې خونې ته ځان مینځلو په پار ځي. تر لامبلو ورسته هم هملته پاتې کېږي او له لمر پرېوتو سره خپلو شاګردانو ته راځي. همدې وخت کې زندان ساتونکی راځي او سوکرات ته وايي چې په بندیانو کې دی تر ټولو درون او شریف انسان دی چې دلته بندي شوی. سوکرات هم ساتونکی ستايي او هغه ځوانمردی ګڼي. بیا له کریتو غواړي چې د زهرو جام ورته راوړي. کریتو ورته وايي چې لا وخت شته لمر نه دی لوېدلی، هغه کسان چې ستا په څېر موقعیت کې وي، خوري و څښي او ځينې لا معیشیت او مینه هم کوي.

سوکرات په ځواب کې ورته وايي چې هغوی نه پوهېږي، فکر کوي چې په دې کې یې کومه ګټه شته، خو زه د جام په وروسته څښلو کې کومه ګټه نه وینم. که لږ وروسته یې وخورم، پر ځان به مې ملنډې وهلې وي، ځکه داسې بیا ښکاري چې ژوند ته لېواله یم او هغه څه چې زما پر وړاندې هېڅ دي، سپموم یې.

سوکرات د زده‌کوونکو په چیغو او کوکو کې زهر څښي. اخرنۍ خبره یې دا وه: “اې کریتو! موږ باید سکلیپوس ته یو چرګ ورکړو، دین مو باید پاتې نه شي.” (یونان کې به چې کله خلک له ناورغۍ ورغېدل، یو چرګ به یې اسکلیپوس ته ورکاوه، مانا سوکرات له ژونده شِفا موندلې وه.)

له لږ ځنډ وروسته سوکرات لړزېږي او سترګې یې بې حرکته پاتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب