تاند- هر کال په دې ورځ د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې ساعت بدلېږي.
څرګنده نه ده چې لومړی پلا د ساعت د بدلون طرحه چا وړاندې کړه، خو دا معلومه ده چې دا کار لومړی په اروپا کې دود شو.
په اروپا کې، چې ډېرې برخې په تېره بیا شمالي خوا یې لږ لمر لري، د دې لپاره چې د ورځې له رڼا څخه زیاته استفاده وشي او د کار په مهال لږترلږه انرژي مصرف شي، د ساعت بدلون ته اړتیا شوه.
ویل کېږي چې د بریتانیا ویلیم ویلت هم له لومړنیو کسانو څخه دی چې په ۱۹۰۷ م کال یې د ژمي او دوبي د ساعت د بدلون نظریه وړاندې کړې ده. تر ده وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې یعني په ۱۹۱۶ م کال امریکايي سیاستوال او مخترع بنجمن فرانکلن د ساعت د بدلولو نظریه دود کړه.
جرمني لومړنی هیواد و چې د نړیوالې جګړې په مهال یې رسماً په دې ورځ ساعت بدل کړ څو په دې ډول د سکرو مصرف کم کړي.
په لومړیو کې ځینو هیوادونو په ساعت کې ۳۰ دقیقې بدلون راووست او ځینو دوه ساعته تغییر راووړ. په ځینو هیوادونو کې په دوبي ساعت دوه ساعته او ۴۰ دقیقې رامخکې کېده او په ژمي به بېرته اصلي حالت ته ګرځول کېده.
اوس نه یوازې په درسته اروپا او امریکا بلکې زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې هم ساعت بدلېږي. ایران د نوي لمریز کال له لومړۍ ورځې د ګړۍ ستنه یو ساعت شا ته اړوي.
کله چې لا په افغانستان کې وم، فکر مي کاوه چې د ساعت بدلول به د پرمختګ نښه وي او ګټي به لري. د زيات وخت راهيسي چې په لويديځ کې اوسم، راته معلوميږي چي دغه کار هيڅ ډول ګټه نلري او يوازې د سړي د خوب ساعتونه مختل او ګډوډوي. نو ځکه هم د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې د يوڅه وخت راهيسي دغه موضوع باندې خبرې کيږي چې دغه کار ته د پاي ټکی کيږدي.