Home+حضرت نظام الدين اولياء څوک و؟

حضرت نظام الدين اولياء څوک و؟

مینه احمد

دا (پاسنی عکس) د مشهور صوفي حضرت نظام الدين اولياء مقبره ده چې پر صوفي عقيدتمندو سربېره يې سيلانيان هره ورځ لېدو ته ورځي.

حضرت خواجه شېخ سیدمحمد نظام الدين اولیاء د اتمې هجرۍ پيړۍ له مشايخو او عرفاو څخه دی چې د چشتيه طریقت سرلاری بلل کېږي. تر پيداېښت مخکې يې پلارنۍ له هغه ځايه لومړی لاهور (هغه کلونه لاهور د هند اړونده سيمه وه) وروسته اتراپردېش ايالت او بیا د نوي ډیلي ختیځ ته مهاجر شول.

نظام الدین اولیاء په نوي ډهلي کې زېږېدلی او په همدلته يې د هند له مشهورو علماوو شېخ فریدالدین شکرگنج، قطب الدین بختیار کاکی او معین‌الدین چشتي زده کړې کړي دي.

هغه د ځوانۍ په کلونو کې د طریقت مراحلو ته ورسېده،لسګونه کتابونه يې ولیکل او چشتيه پيران يې پيدا کړل. نظام الدين اولیاء په ۷۲۵ ه ق کې ومړ او د نوي ډهلي په ختيځ کې د نظام الدين اولياء په نامه سيمه کې خارو ته ورسپارل شو.

د نظام الدین اولیا مقبرې ته هر ورځ د چشته طریقت پيروان او سيلانيان د لېدنې لپاره ورځي، په دې سيمه کې اکثره مسلمانان اوسېږي او زرګونو خلکو ته په کې کار زمينه برابره ده.

د غیاث پور يا اوسنې نظام الدين ډېره برخه ډاګونه وو، خو وروسته يو شمېر صوفي عقدتمندو ته پکې د نظام الدين له لوري د مېشت کېدو په اجازې سره په کې خلکو کورونه اباد کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...