Homeخبرونهد ګوانتنانو عمرخوړلی بندي خوشي شو

د ګوانتنانو عمرخوړلی بندي خوشي شو

تاند(شنبه، د عقرب ۷) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هیواد یو تبعه له کابو دوو لسیزو وروسته د ګوانتنامو له بنده خوشي شوی دی.

دا پاکستانی، چې سیف الله پراچه نومېږي، د عمر له پلوه د ګوانتنامو بند تر ټولو زوړ بندي و.

پراچه ۷۴ کلن دی او د بند د شل کلنې دورې ۱۶ کاله یې په ګوانتنامو کې تېر کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (شنبه) خپره شوې، راغلي چې سیف الله پراچه نن له خوشي کېدو وروسته پاکستان ته رسیدلی دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې «خوشاله یوو چې یو پاکستانی تبعه چې له هیواده دباندې بندي وو، بالاخره خپلې کورنۍ ته ستون شو.»

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۰۸ کال په اسنادو کې پراچه یو خطرناک بندي بلل شوی دی.

خو د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايی چې پراچه یو سوداګر و او کله چې په ۲۰۰۳ کال د یوې غونډې لپاره د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک هوايي ډګر ته ورسید، له القاعده شبکې سره د تار لرلو په شک ونیول شو.

دی لومړی افغانستان او بیا ګوانتنامو ته ولېږدول شو.

پاکستاني رسنیو د پراچه له نیولو کېدو کابو یوه میاشت وروسته وویل چې نوموړی امریکایانو نیولی او هغه د زړه او قند ناروغۍ لري.

ښاغلی پراچه شتمن و، په امریکا کې یې ژوند کاوه او په نیویارک ښار کې یې کور درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...