دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمستندې موندنې: داعش تر هزاره ګانو ډېر غیر هزاره ګان وژلي

مستندې موندنې: داعش تر هزاره ګانو ډېر غیر هزاره ګان وژلي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ په افغانستان کې له څه مودې راهيسې د ځينو لويو بریدونو پر مهال د وژل شويو کسانو د تلفاتو شمېرې ښيي، چې داعش ډلې ته په منسوبو دغو بریدونو کې د شويو ادعاوو برعکس له هزاره ګانو څخه غیر هزاره ګان ډېر وژل شوي دي.

بي بي سي فارسي وېبپاڼې د پينځو ډېرو مرګونو دغو پېښو د تلفاتو ارقام خپاره کړي.

دا ارقام څرګندوي، چې د تېر اګسټ مياشتې په اوولسمه د کابل په خیرخانه کې د ابوبکر صديق جومات پر لمونځ کوونکو د چاودنې له امله ۲۱ تنه غير هزاره ګان وژل شوي.

همدا شان د سپټمبر په دویمه د هرات په ګذرګاه جومات کې پر طالب پلوي ملا مجیب الرحمن انصاري د ځانمرګي برید پر مهال د انصاري په ګډون ۱۷ غیر هزاره ګان افغانان وژل شوي.

سربېره پر دې د سپټمبر په ۲۳ مه د کابل وزير اکبرخان جومات ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه نور غیر هزاره ګان وژل شوي.

د‌ دې پېښو تر څنګ د اکتوبر په دویمه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په جومات کې هم چاودنه شوې، چې لږ تر لږه دوه تنه غير هزاره ګان پکې وژل شوي.

يوه بله پېښه، چې د سپټمبر په دېرشمه د کابل په هزاره مېشته دشت برچي سيمه کې پر يوه تعلیمي مرکز شوې، تر ۵۳ تنو پورې کسان پکې وژل شوي، چې ویل کیږي ډېر قربانیان یې هزاره توکمه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې بهر مېشتو يو شمېر سخت دریځه او په قومي نفاق تورنو هزاره فعالانو په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې ادعاوې کړي او يو شمېر سياستوالو هم ورسره دا خبره بدرګه کړې ده.

شنونکي باور لري، چې په دې اړه بې بنسټه او قوم محوره ادعاوې يا پر نورو قومونو د ترهګرو ډلو د ملامتيو اچول به د ملي یووالي پر ضد پایلې ولري.

2 COMMENTS

  1. ولی هزاره ګان (مغل) خپل اصل ټاټوبی منګولیا ته نه ستنیږی؟
    د منګولیا هیواد د مساحت له مخی د افغانستان څخه ۲.۵ چنده لوی او یواځی دری میلیونه نفوس لری. په داسی حال کی چی په افغانستان کی د دوی شمیر تر څلورو میلیونونو اټکل کیږی.
    کله چی پکی یو مردار شی، بغاری یی ټوله دنیا خبروی.

  2. هزاره ګانو اوس نړۍ ولیده ، سترګې یې خلاصې شوې . دوی په دې وپوهېدل چې له کابل ، بامیانو ، غور ، سرخ پارسا ، بهسودو او جاغوریو نه د کانادا ، فنلند ، سویدن ، ناروې ، آسترالیا او نوي زیلاند ژوند سل وارې بهتره دی . نو ولې ځان ته کېس نه جوړوي . ټول افغانان او نړیوال پدې متیقین دي چې په هزاره مېشتو سیمو کې د بمونو ايښودل خپله د دوی کار دی . دوی غواړي نړیوالو ته دا وښیي چې په افغانستان کې د دوی ژند په خطر کې دی. د 20، 50 او یا سلو خپلو هزاره ورونو او خویندو د قربانیو په بدل کې تر هزاره جنوساید لاندې شعار باندې ، ممکن زرګونه نور په پورته یاد شویو هېوادونو کې د مهاجر په توګه ومنل شي . که داسې نه وي پښتانه او تاجیکان له دوی سره د یوه افغان تبعه په توګه هېڅ مشکل نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب