یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهط-انو هرات کې د افغان یهودانو د عبادت ځای د رغولو اجازه...

ط-انو هرات کې د افغان یهودانو د عبادت ځای د رغولو اجازه ورکړې

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره رياست وايي، چې د طالبانو د کابینې د پریکړې په اساس په دې ولايت کې د نورو تاريخي سيمو تر څنګ د افغان یهودانو عبادت ځای رغوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست یوه مسوول وحیدالله سلطاني ويلي، چې د دغه عبادت ځای د رغولو چارې به ژر پيل شي.

آرټ رسنۍ په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، چې د افغان یهودانو دغه رغېدونکی عبادت ځای په «مهمند ها» سیمه کې چې د هرات د زاړه ښار اړوند دی، موقعيت لري.

سرچينه زياتوي، چې د دغه عبادت ځای پر رغولو نیږدې يو نيم کال وخت لګيږي.

د هرات د چاپيريال ساتنې رييس زلمي صفا چې له جمهوري نظام څخه وروسته هم په خپله دنده کې پاتې دی په دې اړه ويلي، چې طالبان د دغه اقدام سره څرګندوي چې نرمښت کوي، سوله غواړي او افراطیان نه دي.

ویل شوي، چې ياده پروژه د‌ افغانستان د فرهنګي میراثونو د سازمان له لوري تمويلېږي.

د دغه سازمان یوه سلاکار جولیون لزلي وايي، د دې پروژې له عملي کیدو سره چې ۵۰۰ زره ډالره مصرف پرې راځي او پيسې ېې‌ د سويس يو بنسټ ورکوي، يو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي.

يو شمير فرهنګي فعالانو د دغې پروژې له تطبيق سره د طالبانو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي، چې دوی باید د نجونو د زده کړو او ډېرو نورو مسايلو په اړه هم نرمښت وښيي.

1 COMMENT

  1. ولا پر نړۍ باندی د عدالت او انصاف سپین شال غوړېدلئ دئ! !!!!!!!!
    د یو میلیارډ مسلمان اُمت عقیدتی مرکز ( مسجد اقصی ) د یهودو پلاس د نړېدو د خطر سره مخامخ دئ خو په شهر ناپُرسان ( افغانستان ) کی د یهودو یو متروک عبادت ځای د یهودو د معنوی تسلط په موخه رَغَول کیږی پداسی حال کی چی په افغانستان ( مثلاً هرات کی ) حتی یو یهود هم تشریف نلری.
    دا هم د جعلی احادیثو برکت ! دئ چی عبدالرحمن السدیس غوندی کسان د باطل پلوی کوی البته د طالب مالب څخه خو ګیله نسته ځکه هغوی هم سعودیانو غوندی د انګریز او یهودو په چوپړ کی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب