سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکایانو سره د ملا برادر د تازه مذاکراتو د پلان راپورونه رد...

امریکایانو سره د ملا برادر د تازه مذاکراتو د پلان راپورونه رد شول

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سیلوان او د سي.آی. اې. مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې پر ځینو مهمو مسايلو له سره مذاکرات پيل شي.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه آوازې بللي او له نوم اخیستو پرته یې يو شمېر کسان په دې اړه خپل‌سرو، بې ‌بنسټه او ناسمو راپورونو ته په اعتبار ورکولو تورن کړي دي.

طالبانو له نا مشخص شویو دغو کسانو او رسنيو غوښتي،چې په داسې راپورونو دې خلکو ته تشویش نه پيدا کوي.

په وروستيو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د طالبانو او امريکايانو د بل پړاو مذاکراتو د پيل خبر ورکړی او ویلي، د طالبانو روسیه او چین له دې کبله انديښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب