شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د نبیانو لړۍ ولې ودرېده؟| زبیر افغان

د نبیانو لړۍ ولې ودرېده؟| زبیر افغان

که داسې ووایو چې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په رالېږلو سره ولې نور د نبوت سلسلې ته خاتمه ور کړل شول؟ د قران کریم په نزول سره ولې د بل کتاب د نزول مخه ونیول شوه او دغه کتاب تر اخیره وخته د بشریت لپاره خوندي کړل شو، ایا د بل کتاب اړتیا نه لیدل کېږي؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم راتګ، د قران کریم په شان کتاب راوړل او په عملي توګه يې د یوه نظام په شکل کې پر ټولنه تطبیق د دې لپاره بس وو چې هغه د خدای له لوري خپل وروستی حجت امت ته پرېږدي او د همدې کتاب پر هدایاتو، خپلو سنتو او د بشریت پر ذهني تکامل په باور کولو نوره دغه سلسله ختمه اعلان کړي. قران کریم وايي:

{مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (40) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا (41) وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا (42) هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا } [الأحزاب: 40 – 43].

محمد ص ستاسو د یوه سړي پلار هم نه دی، خو د الله رسول او وروستی نبي دی او الله تعالی په هره څه ښه پوهېږي. اې مومنانو! په ټول الهي دین بشپړ عمل وکړئ، په هغه د عمل لپاره شپه او ورځ یوه کړئ، هغه ذات ستاسو مرسته کوي او د هغه نالیدلي قوتونه هم، څو په دې توګه تاسو له بد وضعیت څخه ښه حال ته بوزي، هغه پر مومنانو ډېر نرمي کوونکی دی.

دغو ایاتونه خبره صفا کړه، رسول الله ص ته يې د خاتم النبیین لقب ور کړ، په دې سره يې د نبوت دروازه بنده اعلان کړه، تر دې يې سمدستي وروسته مسلمانانو ته مسوولیت ور کړ چې په دې دین به عمل کوي او د نفاذ لپاره به يې شپه او ورځ هڅې کوي، خلکو ته رسول، په دې هدایاتو عمل کول، په رڼا کې يې ټولنه او نظام جوړول، د دې سبب کېږي چې د هغه مرسته له تاسو سره شي، له هر ډول بد وضعیت څخه د وتلو تر ټوله خوندوره نسخه ده، په دې سره به تاسو له تاریکو رڼا ته ولاړ شئ، پر مومنانو د الله تعالی نرمي ده چې هغوی ته يې دغسې یو قانون نازل کړی دی او دا قانون نور د ابد لپاره شو، ځکه بل نبي او رسول نه راځي چې نوې وحې پر نازله شي، هغه د دغه کتاب ځای ونیسي.

قران کریم الله تعالی په هغه بڼه خوندي وساتی چې څنګه يې پر خپل رسول نازل کړی و:

{ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ } [الحجر: 9].

په دې کې شک نه شته چې د پند دغه نسخه موږ نازله کړې ده او موږ يې ساتنه هم کوو.

د رسول راتګ به د همدې لپاره وو چې خلکو ته دا کتاب واضح کړي، عملن يې ورته تشریح کړي، دا کار رسول الله ص وکړ، د خلکو تکاملي سیر هغه ځای ته ورسېد چې ځينې مستقل ارزښتونه هغوی ته په ګوته شي نور هغوی د خپلو تجربو او عقلي پرېکړو په مټ هم نظام جوړولای شي، ټولنیز ژوند کولای شي او د هغه غټو چوګاټونو په دننه کې دوی ته واک ور کړل شو چې د خپلو حالاتو سره سم نوي قوانین ایجاد کړي څو يې ټولنه په منظمه توګه وچلېږي او ژوند يې له کړاو سره مخ نه شي.

پخوا د انسانانو ذهني ارتقا هغه ځای ته نه وه رسېدلې چې هغوی ته د وروستۍ نسخې په توګه یو قانون نازل شي او په هغه کې د مستقلو ارزښتونو له په ګوتو کولو سره د نبوت دروازه بنده کړي، ځکه دا کار هغه وخت ښه نتایج نه در لودل، هغه زمانه چې خلکو لا هم د طبیعت عبادت کاوه، هغوی په دې نه پوهېدل چې دغه هر څه مسخر دي، تر قوانینو لاندې دي، دوی ته چې يې کومه ګټه رسېږي، هغه يې مسوولیت دی په بدل کې يې هيڅ نه ځنې غواړي او نه په دې پوهېږي، دلته اصلن قانون د یوه بل ذات جاري دی، هغه قانون تاسو هم را نغاړي، که څوک پوهېږي که نه د هغه ځينې قوانین پر جاري وي او دوی يې په وړاندې طوعا و کرها فرمان مننونکي وي، تر هغه وروسته چې بشر د پرلپسې رسولانو په راتلو دا خبره واورېده، بیا بیا ورته وشوه او علمن و عملن په دې وپوهېدل چې واقعن هم دغه جهان مسخر دی او دوی يې د قوانینو له هماهنګي په ګټو اخیستو د ځان لپاره کارولای شي، نو دغه حد ته د انسان په راتلو سره يې یوه نسخه د هغوی د هدایت لپاره پرېښوده، که هر څوک په دغه جهان کې د خالق په لټه شي، نو دغه نسخه يې هدایت ورته کوي، لار ور ښيي او د هغه ورکه کړې لار ورته په ګوته کوي، که څوک نه غواړي چې دغه لار پيدا کړي، هغوی دې خپل ژوند وکړي، د همدې کړو کارونو مسوولیت به پر خپله غاړه اخلي او دلته د شویو ټولو کارونو ځواب به د همدې جهان خالق ته ور کوي، نو د قران کریم راتګ او بیا يې د ابد لپاره ساتنه نور پر دې شاهدي ور کوي چې بشر دلته په دې تیاره جهان کې د خپل عقل او دغه الهي مشال په وسیله لار پيدا کولای شي، لکه په جهان کې د سترګو لپاره دلمر، سپوږمۍ یا زموږ مصنوعي رڼا کفایت کوي، عینن د عقل لپاره قران کریم دغه ډول رڼا ور کوي، د قران کریم له رڼا پرته عقل داسې دی لکه یو سترګور و بینا کس چې په تیاره کې ایله کړې، هغه به په ډېر وار لوېدو، لاسونو تپولو، تجربو او هلته دلته له کړاونو وروسته لار پيدا کوي، مګر که ورځ شي هغه دستي لار ویني، د قران کریم په رڼا کې د نن زمانې مترقي عقل خپل هدف ته تګ پيل کړي، دا به ډېرې حیرانونکې بریاوې له ځان سره ولري، ای کاش هغه زمانه راشي چې بشر خپله ورکه تر لاسه کړي او د همدې کامل او سل سلنه رښتني کتاب په رڼا کې د خپل ټاکلي هدف لور ته جمعي حرکت وکړي.

۲۰۲۲/۱۰/۱۵

2 COMMENTS

  1. افغان صاحب السلام علیکم
    تا؛ سره دستا دعلمیت او لیکنو اومولوی صاحب غنی فاروقی، مولوی شهید ریحان او د کابل د حاجی عبدالرحمن جومات امام مولانا عابد منم.

  2. تاسې ټول د جاهل زامن یاست چې په ادم او هوا عقیده لرۍ او د عربو دزاړه کلچر داسې پيروان یاست چې پنځه وخته خپله غره مینځی او د جنت په چورت کې داسې غرق ياست چې په نوم یې انتحاري هم کوی او د ښځو حقوق تر پښو لاندې کوۍ !! تف لانت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب