جمعه, دسمبر 26, 2025
Homeخبرونهملا برادر: کابل کې د سون توکيو او ډبرو سکرو د خرڅلاو...

ملا برادر: کابل کې د سون توکيو او ډبرو سکرو د خرڅلاو په اړه مو پريکړې وکړې

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند دفتر وايي چې د نوموړي په مشرۍ يوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي.

سرچينه زياتوي:«د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به 400زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای او هېوادوالو ته به ټن په 9000 افغانۍ ورکول کېږي. په بازار کې د ډبرو سکرو د بیې او ویش چارو څارنه د کابل ښاروالۍ له لوري پرمخ بېول کیږي.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، همدا راز د مایع ګازو د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.

د طالبانو د ادارې دا پريکړې په داسې مهال دي، چې ملګري ملتونه او ډېر افغانان په ژمي کې د بشري او اقتصادي ناورين له ځپونکو پايلو انديښمن دي.

د ملګرو ملتونو په يوه وروستي راپور کې راغلي، چې په پراخه کچه افغانان په ژمي کې د سون او نورو توکيو د پېرلو وس نه لري.

طالبانو له نړيوالو غوښتي، چې افغانانو سره عاجلې ژمنۍ مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

تمناباټیا: د مخ د دانو درملنه مې په خپلو لاړو کوم

تاند(دوشنبه د مرغومي ـ جدي لومړۍ) هندۍ فلمي ستورې تمناباټیا ویلي چې، د خپل پوستکي د ساتنې لپازه د خپل مخ د دانو درملنه...