تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه) راپورونه وايي، چې روسیې په خپله خاوره کې د افغانستان د حاکمې طالب ادارې یوه بل ”دیپلومات” ته په مسکو کې د کار اجازه ورکړې ده .
با خبره سرچينو خبر ورکړی، چې د عبدالله یاسر په نوم د طالبانو دغه« ديپلومات» به ژر مسکو ته د خپلې سفارتي دندې د پیل لپاره ورسیږي.
د طالبانو حاکمې ادارې او روسي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تازه په افغانستان کې د خپلو سفارتي خدمتونو د نا معلوم ځنډ اعلان وکړ او يې ويل، چې افغان ويزه غوښتونکو ته به له پاکستان او ايران څخه د ويزو چارې تنظیموي.
په کابل کې د روسیې سفارت سره څو مياشتې مخکې ځانمرګی برید وشو، چې د يو شمېر افغانانو تر څنګ پکې دوه روسي ډیپلوماټان ووژل شول.
د روسیې د سفارتي خدمتونو د ځنډ او لیرې والي له امله افغانانو او په خاص ډول محصلينو ته ډېری ستونزې رامنځته شوي دي ډ
د طالبانو حاکمه اداره، چې د نړۍ هيڅ کوم هېواد په رسميت نه ده پېژندلې، ډېرو محدودو هېوادونو ورسره سفارتي اړيکې ساتلي.
روسيه د دغې ادارې له مخکښو سیمه ییزو ملاتړو څخه دی، چې څه موده مخکې ېې په مسکو کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته وسپاره.
له شک پرته چې د کابل اوسنۍ حاکمه اداره د روسيې، چين، ايران و پاکستان په پوره ملاتړ او همکارۍ واک ته رسېدلې ده، نو ځکه يې ورسره هوکړه کړې ده او په کار ده چې ويې کړي.