Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ۹ ښوونځيو ترمیم پیل او د اوبو رسولو ۴ پروژې بشپړې...

د ۹ ښوونځيو ترمیم پیل او د اوبو رسولو ۴ پروژې بشپړې شوې

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ ‏‏په لوګر کې د ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ۹ښوونځیو ودانۍ ترمیميږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي چې په مرکز، بره کي برک،څرخ او خروار ولسوالیو کې د ۹هغو ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي چې په جګړو کې زیانمن شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه ودانۍ د ۱۰۰ زرو ډالرو په لګښت رغول کېږي.

سرچېنې د ياد شوي لګښت د تمويل سرچينه نه ده ښودلې.

بلخوا: د طالبانو ادارې په خوست کې د اوبو رسولو د څلورو پروژو د پيل خبر ورکړی او ویلي، دغه پروژې د ۱۰،۶ميليونه افغانيو په ارزښت د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې بشپړې شوي دي.

د خوست د کليو او پراختيا لپاره د طالبانو رييس مولوي عنایت الرحمن وويل، چې د دغو پروژو له تطبيق سره نيږدې ۴ سوه کورنيو ته د پاکو اوبو اسانتيا برابره شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...