جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه بادغیس کې د ګازو یوه بله زېرمه کشف شوه

په بادغیس کې د ګازو یوه بله زېرمه کشف شوه

تاند(جمعه، د عقرب ۶ مه) د طالبانو حکومت وايي چې په بادغیس ولایت کې یې د ګازو یوه بله زېرمه موندلې ده.

د طالب چارواکو په وینا دا زېرمه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې کشف شوې او د کانونو وزارت یو پلاوی سیمې ته د سروې لپاره استول شوی دی.

دا د ګازو دوهمه زېرمه ده چې په وروستیو ورځو کې په بادغیس ولایت کې موندل کېږي.

دوې ورځې وړاندې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالي کې، چې له ترکمنستان سره په پوله کې پرته ده، د ګازو یوه زېرمه کشف شوې وه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې له ډېر پخوا څخه یې داسې نښې لیدلې وې چې په دغو سیمو کې ګاز شته.

تراوسه پورې د تازه کشف شویو ګازو د اندازې او د ساحې د پراخوالي په اړه څه نه دي ویل شوي خو طالبان وايي چې د کانونو او پیټرولیم وزارت تخنیکي پلاوی ساحې ته لېږل شوی چې نورې څېړنې او ارزونې وکړي.

تر دې وړاندې په جوزجان ولایت کې ګاز کشف شوي وو او د محمدداوود خان د حکومت په وروستیو کلونو کې په زیاته پیمانه پخواني شوروي اتحاد ته صادرېدل.

عموماً په کومو ځایونو کې چې ګاز وي هلته تېل هم وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د هغې سروې له مخې چې په۲۰۱۹ کې یې وکړه، د افغانستان د ګازو اندازه کابو ۱۶ تریلیون فوټ مکعبو ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب