جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حاجیانو ته د حج له پیسو اضافه شوې پيسې بيرته ورکړل...

افغان حاجیانو ته د حج له پیسو اضافه شوې پيسې بيرته ورکړل شوې

تاند:(جمعه ،د عقرب شپږمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د حج او اوقافو وزارت پر ۱۱ زره ۶۲۸ حاجیانو د حج له مراسمو اضافه شوې پیسې بېرته ووېشلې.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې سږ کال له افغانستان ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو ته تللي وو.

د دوی په خبره ، له هر حاجي ۴۱۳۰ ډالر تسلیم شوي و چې د هر حاجي له پیسو ۳۶۱۴.۶۲ مصرف شوي او پاتې پیسې یې بېرته‏په مرکز او ولسوالیو کې پر ۱۱زره ۶۲۸ حاجیانو وېشل شوې.

طالب چارواکو ویلي،چې پاتې حاجیانو ته هم د وېش بهیر دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې له طالبانو حاجيانو ته د پيسو ورکولو پر ځای پر ځینو مهمو اساسي پروژو د دغو پيسو د مصرف غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب