Homeخبرونهجلال اباد کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو یو پلار او زوی...

جلال اباد کې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو یو پلار او زوی وژلي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏د جلال اباد ښار په بیز اکمالاتي سیمه کې تېره شپه ناڅرګند وسله وال یوه کور ته ورغلي او یو پلار او زوی یې پکې وژلي دي.

تاند ته د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه وسله وال چې ممکن غله به وو، د یادې کورنۍ پلار حاجي تاج محمد او د هغه زوی حاجي حبيب الله یې دواړه وژلي دي.

د سرچينو د معلوماتو په اساس، وژل شوي کسان د کونړ ولايت اصلي اوسيدونکي وو.

په تېره ولسي جرګه کې د کونړ یوه استازي نعمت الله کریاب هم دغه پېښه تاييد کړې او خواشيني ېې پرې ښودلې ده.

د طالبانو ځايي چارواکو د پېښې په اړه د طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...