یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهامریکايي دیپلوماتې په ترکیه کې افغان خبریالانو سره لیدلي

امریکايي دیپلوماتې په ترکیه کې افغان خبریالانو سره لیدلي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت سرپرستې مېرمن کارن ديکر په ترکیه کې له يو شمېر میشتو افغان افغان خبریالانو او رسنيزو څېرو سره ليدلي دي.

نوموړې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د دغې لیدنې پر مهال له بهر مېشتو افغان خبریالانو سره په افغانستان کې د هغوی د اړیکو او معلوماتو په اړه غږيدلې ده.

د افغانستان لپاره د امريکا سرپرستې سفیرې، چې خپله دنده له قطر هېواد څخه مخکې وړي، زياته کړې چې د افغانستان د ټولو قومونو اړوندو څېرو سره به نورې ليدنې کتنې هم ولري.

دغې امریکايي دیپلوماتې په يوه بل ټویټ کې لیکلي وو، چې له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حا‌کمه اداره د بشري حقونو تامینولو ته مجبوره کړي.

څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم ترکيې ته د سفر پر مهال د طالبانو يو شمېر مخالفو څېرو او افغان فعالانو سره لیدلي وو.

د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره د افغانستان لویه برخه سياسي، مطبوعاتي او مشهورې څېرې هېواد پريښودو ته اړ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب