تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه) په کندهار کې د طالبانو مرافعې محکمې د دیوان جزاء له لوري پینځو تنو ته د مختلفو جرمونو په تور تنو سزاوې اورول شوي دي.
د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« د دې مجرمینو له ډلي یې یوه د نهمي حوزې په سیمه کي دوې لېړۍ او یو غالب غلا کړی وو، چي تر نیولو وروسته یې هر څه بیرته مالک ته وسپارل شول او اوس یې مجرم د محکمې له لوري په اوو میاشتو بند او دېرشو درو په سزا محکوم شو.»
سرچینه زیاتوي:« همدرانګه دويم کس د اوومې ناحیې په سیمه کي د یوه کوره څخه بېټرۍ، شمسي هېنداره او یو د کالو پرېوللو ماشین غلا کړی و، چې تر نیولو وروسته یې هر څه مالک ته وسپارل شول او مجرم د محکمې له لوري په ۶ میاشتني بند او ۳۰ درو سزا محکوم شو.»
د طالبانو په دې اعلاميه کې وړاندې راغلي:«ددې ترڅنګ درېیم کس د ديارلسمې ناحیې په سیمه کي له نامحرمی ښځې سره د اړیکې په تور ونیول شو، چې وروسته محکمې د ۶ میاشتني بند او ۳۹ درو په سزا محکوم کړ.»
طالبانو نور دوه تورن کسان د موټر سایکلونو غله ښودلي.
دوی نه دي ويلي، چې تورنو کسانو ته ېې د مدافع وکیل او ځان نه د دفاع حق ورکړی کنه؟
د طالبانو د ورته محاکمو په اړه خلک نیوکه کوي، چې مسلکي کسان پکې نشته او ډاډه نه دي، چې عادلانه پريکړې به وکړای شي.
منتقدانو طالب امیرالمؤمنین ته په خطاب کې ویلي، چې د « بشپړ اسلامي شریعت د حاکمولو» خوبونه په پټ مخ او وږي ملت کې څنګه ګوري.
د دوی په وينا، طالب مشران که د څو زره افغانیو په کچه غلا کوونکي نيسي نو آيا له کور او نسه ېې هم خبر دي او د دوی پر وړاندې ېې د حاکمانو په توګه خپل « اسلامي فرايض» ادا کړي کنه؟
ځینې نورو منتقدینو ويلي، چې د طالبانو د پاسپورټ د پخواني رييس د ورور محاکمه به کله وشي، ځکه د دوی په وینا هغه خپله په رسنیزه شوې ویډیو کې پر خپل اخلاقي او مالي فساد اعتراف کړی و.
د بشري حقونو سازمانونو تر اوسه د طالبانو د دغه اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.